ایا کریټین کولی شي د عضلاتو غښتلي کولو سره د مغزو کارولو کچه هم چټکه کړي؟

- Author, روت کلېګ
- دنده, بي بي سي
زما المارۍ کې یو څه کریټین شته. خو زه یوزاېنی کس نه یم چې کرېیټین خورم، دا اوس د میلیونونو کسانو لپاره د خوښې وړ څه ګڼل کېږي.
د کریټین سپین پوډر یا ګولۍ چې اصل کې په ۱۹۹۰مو کلونو کې د بدن جوړونکو او ورزشکارانو د فعالیت کچې لوړولو لپاره کارول کېدل اوس د هغو ښځو د چای او مصالحو الماریو کې هم ترسترګو کېږي چې عمرونه یې تر څلوېښتو کلونو لوړ دي. زه یې هم په ورته ځای کې ساتم.
ښايي کریټین د نړۍ تر ټولو ډېره څېړل شوې کیمیاوي ماده وي. معنی په تېرو څو لسیزو کې پرې زرګونه څېړنې ترسره شوې دي چې موخه یې د عضلاتو په غښتلي کولو او د بدن عمومي پیاوړتیا لوړولو کې د دغو سپینو پوډرو د وړتیا ارزول وو.
ډاکټر هېنري چونګ چې د اېسېکس پوهنتون کې د ورزش او فزیکي تمریناتو ساینس استاد دی وايي: "کریټین اوس دومره مشهور شوي چې که ویې نه کاروئ، داسې احساس کوئ لکه چې یو څه چې درنه پاتې وي." "دا له هغو کسانو چې د لوړې کچې فزیکي فعالیت کوي اوس د عامو خلکو ژوند ته دود شوي. اوس د بحث وړ موضوع دا نه چې خوړو ته یې دوام ورکړو که نه، بلکې دا چې کوم وخت یې باید وخورو، له تمرینه مخکې که وروسته؟ هره ورځ؟ او په کومه اندازه یې وخورو؟"
"د کومې بڼې خوراک یې غوره دی؟ پوډر، ټابلیټونه، که د زبېښلو ګولۍ؟"
کریټین یو داسې طبیعي ترکیب دی چې زموږ په عضلاتو کې زېرمه کېږي او زموږ د بدن له حجرو سره د انرژۍ په تولید کې مرسته کوي. دا د اېټيپي-سيپي (ATP-CP) په نوم سیستم یو مهم عنصر دی، چې زموږ د بدن د انرژۍ تر ټولو چټک او ځواکمن سیستم ګڼل کېږي.
دا د لوړې کچې تمرینونو په لومړیو ۱۰-۲۰ ثانیو کې بدن ته انرژي برابروي. په بله معنی هغه چټک، پیاوړی ځواک چې زموږ بدن ورته د فزیکي تمرین پر وخت اړتیا لري. څېړنې ښيي چې د کریټین خوړل کولی شي د وزنونو له پورته کولو نیولې تر ځغاستې او د داسې نورو فزیکي فعالیتونو کیفیت لوړ کړي.
او له ورزشه ورهاخوا بیا په زیاتېدونکي ډول خو محدود شته شواهد ښيي دغه سپین پوډر کولی شي زموږ له لنډمهاله حافظې، مزاج، او تمرکز سره هم مرسته وکړي. نو ایا دغه کیمیاوي ماده زموږ د فکر کولو، حافظې او غبرګون ښودلو وړتیا پیاوړې کولی شي؟

زما او د ګڼ شمېر نورو لپاره اوس پوښتنه دا ده، چې ایا دا کولی شي زموږ ذهني مغشوشتیا یا ناروښانتیا کې هم مرسته وکړي که څنګه؟ دا یوه داسې عمومي اصطلاح ده چې معنا یې د سم فکر کولو وړتیا نه درلودل، د بشپړې جملې جوړول او د ساده شیانو په یاد ساتل دي.
د هغو کسانو لپاره چې د جدي ویروسي ناروغیو له رغېدو وروسته لا هم نښې نښانې لري کېدي شي ذهني مغشوشتیا په کې اوږدمهاله وي او کېدي شي بېخي یې ژوند ورسره بدل شي. که تاسو په دې اړه اندېښمن یاست نو غوره دا ده چې له ډاکټر سره مو مشوره وکړئ.
په عام ډول د ګڼ شمېر خلکو لپاره ذهني ناروښانتیا لنډمهاله وي چې کېدلی شي د یوې ناروغۍ یا ځینو طبي درملنو له امله رامنځته شي. د میلیونونو ښځو لپاره بیا دا د مینوپاز یا میاشتنۍ ناروغۍ د بندېدو نښه ګڼل کېږي چې د هورموني بدلونونو له امله رامنځته کېږي.
کېټي مانسیل پر دې باور ده چې کریټین ورسره د ژوند په ډېرو برخو کې مرسته کړې ده. دا ۴۶ کلنه ښځه چې د بریتانیا د مرسيسایډ په نامه سیمې اوسېدونکې ده او د یو سافټوېر شرکت مالي مشره ده وزنونه پورته کوي او په اوونۍ کې له ۴۰ تر څه باندې ۶۰ کیلومترو ځغاسته هم کوي. دا یو زلمی زوی لري او د بوختیا لپاره یې دوه سپیان یې هم ساتلي دي.
دا وايي: "څو میاشتې مخکې ښه نه وم. فزیکي فعالیت به راته ډېر سخت ښکارېده، او تمرکز کولو کې یا په یو شي پام ټول ساتلو سره مې ستونزه درلوده. "
"بیا زما یوې ملګرې راته د کریټین خوړلو سپارښتنه وکړه او ویې ویل چې د دې په ژوند کې یې بدلون راوستلی دی."
کېټي اوس د مینیپاز یا حیض بندېدو پړاو کې ده. دې درې میاشتې مخکې د ورځې د کریټینو شپږ ګرامه خوړل پیل کړل، او اوس یې یو څه توپیر احساس کړی دی. هغه وايي، مزاج یې ورسره یو څه ښه شوی او اوس کولی شي د پخوا پرتله یو څه درانده وزنونه هم پورته کړي او بل دا چې د ذهني ناروښانتیا ستونزه یې هم یو څه په ورکېدو ده.
هغه زیاتوي: "اوس مې د پخوا پرتله زړه ډېر غواړي کار وکړم، په ځانګړي دول کله چې د فزیکي تمرین خبره شي او کله چې وزنونه پورته کوم یا پر ډبرو لوړو ځایونو ته خېژم ځان ډېر پیاوړی احساسوم او ذهن مې هم ډېر روښانه شوی دی."

کېټی وايي، چې هغه د مګنیزیم ټابلېټ هم خوري او د هورمونونو د انډول برابرولو درملنه یې هم پیل کړې ده. خو ډاډه ده چې کریټین پرې ښه اغېز کړی او د ورځنۍ کچې خوړو ته به یې دوام ورکړي.
ځینې نور بیا باور لري چې دا ډېر توپیر نه رامنځته کوي. خو په دې اړه د خلکو نظرونه سره وېشلي دي چې ایا موږ کې ګڼ شمېر خلک د خوړو له لارې د هغې کچې کریټین ترلاسه کوو چې زموږ بدن ورته اړتیا لري که نه؟ کېټي چې سبزي خوره ده، وايي له ډېرې مودې یې کریټین نه خوړل. موږ پوهېږو چې زموږ بدن په طبیعي ډول یو ګرام کریټین جوړوي او نور یې له پروټین لرونکو خوړو لکه له غوښې او کبانو ترلاسه کېږي.
د نارینه ورزشکارانو لپاره د کریټین خوړو اغېز د ۱۹۹۰مو کلونو له پیل راهیسې ثبت شوی، خو د ډېرو علمي څېړنو په څېر، د ښځو بیولوژيکي ځانګړتیاوې پکې له پامه غورځول شوې وې.
ډاکټر سوسن کلاینر چې د امریکا په واشنګټن ښار کې د لوړې کچې فزیکي فعالیت برخه کې تغذیه پوهه ده وايي: ما به تل د خپلو ښځینه ورزشکارانو په اړه د اټکل له مخې ویل چې هغوی څومره کریټین ته اړتیا لري. ځکه "ټولې څېړنې پر نارینهو ترسره شوې وې."
یوازې څو کاله مخکې د ښځو پر هورموني بدلونونو څېړنې وشوې. ډاکټر کلاینرد کریټین روغتیا کمیټې مشاورهم ده. دا یوه داسې نړیواله هڅه ده چې موخه یې د کریټین پر پوډرو یا ټابلېټونو څېړنو ته وده ورکول دي. دا وايي: "دا هماغه وخت و چې ساینسپوهانو یې په ریښتیا د بدن په نورو برخو کې اغېز لیدل پیل کړل."
دا وايي، ساینسپوهانو نه یوازې پر دې پام ورټول کړ چې کریټین څه ډول زموږ د بدن له عضلاتو سره مرسته کوي، بلکې پر دې یې هم کار پیل کړ چې وګوري دا د ښځو پر تولیدي روغتیا، د هډونو روغتیا او مغزي فعالیت باندې څه ډول اغېز کولی شي. دا هغه برخې دي چې د میاشتنۍ ناروغۍ بندیدو پر مهال اغېزمنېدی شي.
نو ایا دا په دې معنی ده چې کریټین زما له ذهني ناروښانتیا سره مرسته کولی شي؟
پروفیسور ایمیریټس ټرېور مکموریس وايي: "دا په زړه پورې فکر دی خو کېدی شي ویې کړي."
هغه چې له ۴۰ کلونو راهیسې په دې ډګر کې کار کوي، د کریټین په اړه یې ګڼ شمېر څېړنې ترسره کړي دي.
هغه وایي چې د حیض بندیدو پر مهال ذهني مغشوشتیا کولی شي د خوب د کموالي په څېر اغېز ولري. دا هغه موضوع ده چې ده پرې ډېرې څېړنې ترسره کړې دي. د هغه د موندنو له مخې کېدی شي د کریټین د لوړې کچې خوراک د خوب د کمښت اغېز راکم کړي.
کله چې خلک دا کیمیاوی ماده کاروي نو کېدی شي بدن کې د نورو عضلو په څېر یې ماغزه هم لا زیات کریټین زېرمه کړي، چې دا بیا د انرژۍ په لا نور تولید کې مرسته کوي او دا چې حافظه هم ورسره ښه شي او د معلوماتو څارلو وړتیا هم پیاوړې کړي.
خو پروفیسور مکموریس وايي، کېدی شي دا د هر چا لپاره ګټور تمام نشي. د هغه وروستۍ څېړنه ښيي چې خلک باید د یوې ځانګړې کچې فشار لاندې وی چې دا پوډر یا ټابلېټ پرې اغېز وکړي، د بېلګې په توګه، د خوب کمښت یا خوړو کې د کافي کچې کریټین نه خوړل.
لنډه دا چې، کېدی شي دا زما د ذهني ناروښانتیا له ستونزې سره مرسته وکړي. خو له هغو کارپوهانو سره چې زه غږېدلې یم پر دې باور دي چې دا په دې برخه کې د څېړنو لپاره "یو هیله بښونکی وخت" دی خو لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.
تغذیهپوهه لوسي اپټن خبرداری ورکوي چې د کریټین د زیات شهرت له امله ښايي د پایلو پېښې یې هم ډېرې شي.
هغه وايي: "که څه هم ډېرې څېړنې پرې شوي خو ټولې تر کنټرول لاندې شرایطو کې ترسره شوي دي. "خو اوس باید د بدن کچې، د خوړو اندازې او هغه ناروغۍ هم په پام کې ونیسو چې خلک واردمخه ورسره مخ دي."
دمګړۍ یې پېژندل شوي جانبي عوارض یا پایلې د معدې ګډوډي، د عضلو دردونه، او پړسوب دي. هغه کسان چې د پښتورګو ستونزه لري د کریټینو له خوړو مخکې باید له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.
ډاکټر چونګ وایي، که روغ خلک یې وخوري کوم زیان به ورته ونه رسوي. خو دا هم زیاتوي چې ښايي"ډېر ګټور" به تمام شي او دا چې "دا کوم ډول معجزهیي درمل نه دي."
ما یې هم خوړل له خپلې المارۍ پیل کړل خو یوه میاشت وروسته مې پرېښودل.
(پړه یې زما د ذهني ناروښانتیا پر ستونزه واچوي.)
کېدی شي بیا یې پیل کړم.









