له پروټینو سره مو مینه زیاته شوې نه ده؟


یو لاس د پروټینو د پوډر، یوه قاشوغه د شیدو د ګیلاس پر سر نیولې ده. په شالید کې ګلابي رنګ دی او شاوخوا یې د ځمکني توت مېوه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پروټین پوډر د ډېرو خلکو د خوړو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

پروټین اوس د مېوو مشروباتو، پوډرو او ان په ځینو چایو او قهوه کې هم موندل کېږي.نن سبا پروټین ډېر شهرت لري. په سوپرمارکېټونو کې د ورځنیو خوړو "لوړ پروټین لرونکي" ډولونه پلورل کېږي او د ټېک‌ټاک مشهور کسان مشورې ورکوي چې څنګه باید د "پروټینو اندازه" زیاته کړو.

پروټین زموږ د روغتیا لپاره اړین دی. دا نه یوازې د عضلو په جوړولو کې مرسته کوي، بلکې د وزن د کمولو لپاره هم ګټور دی ځکه چې ډېر وخت مو ماړه ساتي.

خو پوښتنه دا ده: ایا زموږ د پروټینو لیوالتیا له اندازې زیاته شوې ده؟ او دا چې له دې امله بل مهم مواد فایبر، ښايي له پامه وغورځول شي؟

پروټین څه دي؟

 تصویر کې د هغو خوړو لویه ډله ښکاري چې په سالم پروټین بډایه دي. په ترکیب کې سمن (کب)، د غوا غوښه، د چرګ سینه، هګۍ، مستې، شېل لرونکي کبونه، نخود، پسته، پنیر، لوبیا، ټون کب، د کدو دانې او د سویا لوبیا په ګډون نور توکي شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غوښه، کب، مغزي مواد او هګۍ د پروټین ښې سرچینې دي.

ډاکتره اما بېکېټ، د سویلي ویلز پوهنتون د تغذیې ښوونکې، وايي: "پروټین یو مهم غذایي مواد دی، د بدن د جوړښت لپاره بنسټیز بلاکونه جوړوي."

کله چې موږ پروټین لرونکی خواړه خورو، د هاضمې سیستم یې د امینو اسیدونو په کوچنیو ټوټو وېشي. بیا بدن دغه امینو اسیدونه داسې سره یوځای کوي چې زموږ د بدن د ودې او بیا رغېدو لپاره اړین پروتین جوړ کړي.

د انسان په بدن کې له ۲۰ زرو ډولونو زیات پروټینونه شته چې بېلابېلې دندې ترسره کوي:

هیموګلوبین جوړوي (هغه پروټین چې په وینه کې اکسیجن لېږدوي)،

انزایمونه جوړوي (چې د کیمیاوي تعاملاتو چټکتیا زیاتوي)، عضلې جوړوي او رغوي او د پوستکي او وېښتانو لپاره کرېټین تولیدوي.

ډاکتره بېکېټ زیاتوي: "پروټین په هغو توکو کې شته چې موږ یې کاروو. که کافي پروټین و نه خورو، بدن اړ کېږي چې له خپلو عضلو او نورو مهمو جوړښتونو یې را مات کړي."

پروټین د چرګ او نورو غوښو، هګیو، لوبیا، مغزیاتو، نخودو او شیدو او مستو په څېر لبنیاتو کې شته.

د بریتانیا د زړه د بنسټ په وینا، د یوه بالغ انسان لپاره د ورځې وړاندیز شوی مقدار د بدن د هر کیلو وزن پر ۰.۷۵ ګرامه حسابېږي (نارینه‌وو ته شاوخوا ۵۵ ګرامه او ښځو ته ۴۵ ګرامه).

خو که موږ یوازې پر پروټین ډېر تمرکز وکړو، کېدای شي نور مهم مواد له پامه وغورځوو او دا کار به مو د بدن لپاره ښه نه وي.

فایبر مه هېروئ


په دې عکس کې د یوه کس لاسونه ښکاري چې سپین رنګه کاسه یې نیولې ده او ځمکني توتان، کیله او یو څه نوره میوه په کې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان وايي، ډیری خلک فایبر له پامه غورځوي.

فایبر د بدن د هضم لپاره اړین دی او د کولمو حرکت په سمه توګه ساتي.

ډاکتر کارن راجن په بریتانیا کې د روغتیا ملي خدمت (NHS) جراح دی. پر ټولنیزو رسینو هم روغتايي مشورې ورکوي، وايي: "فایبر د جارو غوندې کار کوي. د کولمو له لارې تېرېږي او د کولمو دننه سطحه پاکوي. دا کار د قبضیت مخه نیسي او د منظم هضم سبب کېږي."

د کولمو باکتریاوې فایبر په بېلابېلو لارو هضموي او داسې مرکبات جوړوي چې د بدن په عمومي التهاب کې کموالی راولي.

د فایبر ډېر کارول د زړه ناروغۍ، فالج او د شکر دوهم ډول د کمېدو خطرونه را کموي.

سره له دې ګټو، کارپوهان وايي لا هم ډېری خلک فایبر ته کافي پاملرنه، نه کوي.

ډاکتر راجن زیاتوي: "پخوا او اوس هم خلک په کافي اندازه فایبر نه خوري، لا یې هم خوراک مناسبې کچې ته نه دی رسېدلی."

د بریتانیا د حکومت لارښوونې وايي، یو کس باید د متوازن او سالم رژیم لپاره هره ورځ ۳۰ ګرامه فایبر وخوري.

ډاکتره بېکېټ وايي: "موږ د تغذیې په برخه کې تل د توازن خبره کوو خو خلک ترې ځورېږي، ځکه توازن عملي نه احساسېږي."

ولې پروټین دومره مشهور شوي؟

یوه ښځه له یو ژيړ ډبي پروټین څخه څښي، هغه په جیم کې ولاړه ده. هغې خړ سپورتي لباس اغوستی او لیرې ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څومره بروټین وخورو؟ دا زموږ د فعالیت په کچې پورې اړه لري.

کارپوهان وايي، له پروټین سره د علاقې د زیاتېدو یو دلیل دا دی چې پایلې یې ژر ښکاره کېږي.

د امریکا د Men's Health مجلې مرستیال ایډېټر پول کېټا وايي: "پروټین د ښکلا لپاره ګټور دي، ښه بېلګه یې د نارینه‌وو په عضلو جوړولو کې لېدلی شئ."

خو د فایبر په اړه داسې نه ده. هغه زیاتوي: "نارینه خپل زړه په هنداره کې نه شي لیدلی، نه یې د نورو خلکو د زړه اندازې سره پرتله کولی شي او نه هم چا ته په ساحل کې دا مهمه ده چې د چا زړه څنګه ښکاري. نو د پروټین ډېری محصولات له ښکلا سر د مینې لرلو له امله شهرت لري."

ښځې هم په ځانګړي ډول د پروټین په زیاتولو کې لېواله وي، ځکه د عمر له زیاتېدو سره د عضلو کمښت (چې سارسوپینیا بلل کېږي) رامنځته کېږي. دا دواړو جنسونو ته پېښېږي خو د مېرمنو په مینوپاز کې د ایسټروجن د سخت کمښت له امله دا بهیر لا چټکېږي.

همدارنګه، له مینوپاز وروسته ښځې د هورموني بدلونونو له امله د هډوکو د کمزورۍ (اوستیوپروز) له زیات خطر سره مخ کېږي.

پروټین د هډوکو په روغتیا کې مرسته کولی شي خو د بریتانوي پوهنتون یوې څېړنې چې (۲۰۱۹) کې پر ۱۲۷ پخوانیو څېړنو ولاړه وه، وموندله چې له سپارښتنې زیات پروټین خوړل لږه یا هېڅ ګټه نه لري.

 یوې ښځې په سوپرمارکېټ کې هغه محصول ګوري چې نیولی یې دی، هغه د یخچال څانګه کې ولاړه ده. هغې نسواري جامه اغوستې او په یوه لاس کې یې ټوکرۍ نیولې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پیرودونکي د لوړ پروټین لرونکي محصولات له سوپرمارکېټونو رانیسي.

د Spins په نوم د مصرفي بازار د څېړنې شرکت مشرسکاټ ډېکر وايي، ځینې لوړ پروټین لرونکي محصولات خلک تېرباسي: "په زړه پورې دا ده چې داسې خوراکي توکي چې مخکې ډېر کاربوهایډریټ لرونکي یا ناسالم ګڼل کېدل، کله چې پروټین پوډر ورزیاتېږي نو د روغتیایي خوړو په توګه پېژندل کېږي."

د پروټین پوډرو نړیوال بازار په ۲۰۲۱ کال کې ۴.۴ میلیارده ډالر ارزښت درلود او اټکل کېږي چې تر ۲۰۳۰ پورې به ۱۹.۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. دا یو ډېر ګټور کاروبار دی.

همدارنګه، د ټولنیزو رسنیو لکه د "پروټین مکسینګ" کمپاین چې خلک هڅه کوي په خپلو خوړو کې د پروټین اندازه لوړه کړي، هم دې موضوع ته لا زیات پام اړولی دی.

د پروټین ډېر استعمال زیان اړوي؟

 یو سړی له پلاستیکي بوتل مشروبات څښي. هغه په یوه پخلنځي کې ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان خبرداری ورکوي چې پر پروټین زیات تمرکز کول خطرونه لري.

د پروټین د محصولاتو شهرت کېدلی شي خلک دې ته وهڅوي چې له اړتیا زیاته اندازه وخوري.

د پروټین اړتیا د عمر، جنس، د بدن د کچې او د ورزش په مقدار پورې اړه لري.

پول کېټا چې په پلورنځیو کې د پروټین ډېر محصولات ولیدل، د پایلو د معلوملو لپاره یې درې اوونۍ یوازې لوړ پروټین لرونکي بسته‌بندي شوي خوراکونه وخوړل.

د هغه ورځني رژیم داسې خوراکونه لرل: "لوړ پروټین لرونکی، اوړه لرونکي خواړه، لوړ پروټین لرونکی مستې، لوړ پروټین لرونکی مکروني او ان لوړ پروټین لرونکې اوبه."

کېټا وايي: "په پیل کې یې خوند عجیب و" ځکه ډېر خواږه وو. په ځینو لوړ پروټین لرونکو خوړو کې شکر زیات شوی وي څو د پروټین د امینو اسیدونو تریخ خوند پټ کړي.

هغه احساس کړه چې باید له دې زیاتو پروټینو سره څه وکړي نو د عادت خلاف یې ډېر تمرینونه پیل کړل.

له تجربې مخکې او وروسته یې خپل بدن اندازه کړ. هغه وموندله، سره له دې چې وزن یې زیات نه شو، د هغه د سینې کچه لږه څه اضافي پراخه شوې وه.

هغه وايي: "دا ښايي د دې له امله وي چې ما ډېر پروټین خوړلی او ډېر دروند تمرین مې کړی. ساینس هم دا خبره تایید کړې ده."

 مېوې، سبزیجات، تخمونه، لوبیا، غوښه، پېسته، هګۍ او د پخلي تېل پر یوه لرګين مېز ترتیب شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان سپارښتنه کوي چې خلک باید د خوراک سالم او متوازن رژیم ولري څو کافي غذایي مواد ترلاسه کړي.

دا لږې زیاتې شوې عضلې په دې ارزي؟

کېټا وايي: "نه، ما د ټولې تجربې پر مهال بدمرغه احساس کاوه."

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پروټین زیات استعمال د پښتورګو پر فعالیت فشار اچوي. د حیواني پروټین ډېره اندازه د پښتورګو تیږو او د هغو کسانو لپاره چې له مخکې د پښتورګو ستونزه لري، د ناروغۍ له خطر سره تړاو لري.

د پروټین زیاتوالی د هډوکو روغتیا هم اغېزمنوي او د بریتانیا د تغذیې ټولنه وايي، د پروټین ډېره لوړه کچه د سر ګرځېدو (نوزیا) په څېر اغېزې لرلی شي.

خلکو ته په کار ده، د پروټین د سرچینو په اړه هم فکر وکړي.

ډاکتره بېکېټ وايي: "زموږ د غذایي موادو د وېش وړاندیز یوازې د دې پر اساس نه دی چې څو کاربوهایډریټ، پروټین او غوړ ته اړتیا لرو، بلکې دا هم مهم دي چې دغه مواد په کومو خوړو کې شته. هغه ډېر پروسس شوي پروټین لرونکي محصولات چې اوس بازار ته راځي، دا توازن نه لري."

هغې خبرداری ورکړی چې یوازې پر پروټین تمرکز کول زموږ د روغتیا لپاره "ستر خطر" دی او خلک یې وهڅول چې یو څه پراخ تصویر ته وګوري، لکه د فایبر اهمیت ته.

هغې زیاته کړه: "موږ د ماشین په څېر نه یو چې یوازې په یوه سونګ پرمخ ولاړ شو. موږ د بقا او روغتیا لپاره بېلابېلو غذایي موادو ته اړتیا لرو