ملګري ملتونه: طالبان باید د بشري حقونو په برخه کې خپل مسولیتونه وپېژني

un

د عکس سرچینه، Getty Images

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵مې کلیزې پر ورځ، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت یو ځل بیا غږ کړی چې خپل مکلفیتونه دې وپېژني او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشرې رزا اوتونبایوا په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، "غواړي افغان واکمنانو ته ور په زړه کړي چې افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو هوکړو ته ژمن پاتې شوی او تاریخي ونډه یې پکې لرلې.

د ډیسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده چې له ۱۹۴۸ کال راهیسې هر کال دغه ورځ نمانځل کېږي. د همدې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي "نړۍ خپله لاره ورکوي، د جګړو اوربل دی، لوږه او غوربت په ډېرېدو دی، نابرابري پراخېږي او اقلیمي بدلون یو بل بشري ناورین دی چې په ډېرېدو دی."

ملګرو متلونو د بشري حقونو منل شوې اعلامیې یوه برخه را اخیستې چې په ټینګار وایي: "ټول انسانان خپلواک پیدا شوي او مساوي عزت او حقونه لري."

آغلې اوتونبایوا وایي، په افغانستان کې واکمن حکومت قانوني او تر هغې هم ور هاخوا مسئولیت لري چې د ښځو او نجونو به ګډون د ټولو وګړو د بشري حقونو پالنه او ساتنه وکړي.

g

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه سازمان په افغانستان کې اوسني امنیتي وضعیت ستایلی چې له امله یې تاوتریخوالی کم شوي خو د بشري حقونو حالت ناوړه حالت په تېره بیا د ښځو او نجونو پر وړاندې روان چلند له امله اندېښنه ښيي.

ملګري ملتونه زیاتوي د دې ترڅنګ دوی ته داسې شواهد رسېږي چې خلک په زندانونو کې شکنجه کېږي، صحرايي وژنې روانې دي او ځینو مدني فعالانو ته غږ پورته کول ډېر ګران پرېوتی دی.

په جرمني کې مېشت د افغانستان د مدافع ټولنې غړی محمد عمر غوربندی وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې راځي چې له بشري حقونو سړغړونې په کې ډېرې کېږي.

نوموړی وايي، "تعلیم، د وینا ازادي، د فکر ازادي او ازاد تګ راتګ د بشري حقونو د اعلامیې مهمې برخې دي چې افغانستان خلک ترې بې برخې دي"

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې تل ویلي چې د نجونو زدکړو ته لومړی مناسب شرایط برابروي او اوسني بندیزونه یې لنډمهالي دي.

تر دې وړاندې یې پورته ذکر شوي تورونه رد کړي خو د دې نوې اعلامیې په اړه یې لا نوې څرګندونې نه دي کړې.

د افغان ښځو په اړه د ملګرو امنیت شورا ناسته

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

دا په داسې حال کې دی چې ټاکل شوې ده دوشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تړلو دروازو تر شاه "د افغانستان په اړه د ښځو لیدلوري" تر سرلیک لاندې ناسته ترسره کړي.

ناسته د سویس له خوا د متحده عرب اماراتو او جاپان په همغږۍ رابلل شوې ده او سهار مهال نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سویس د دایمي ماموریت په دفتر کې جوړېږي.

کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش له خوا د امنیت شورا ته په وړاندې شوي رپوټ کې، ټولو یادو او ځینو نورو مواردو ته په کتو، فیصله شوې چې د طالبانو حکومت د اوس لپاره په رسمیت نه پېژني.