يوناما افغانستان کې د څلورو زنداني افغان ښځو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) د "طالبانو" حکومت له خوا د څلورو زنداني شویو افغان ښځو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې ده. ژولیا پارسي، منیژه صدیقي او ندا پرواني د یادو ښځو له ډلې دي چې د سپټمبر میاشتې له ۱۹مې نېټې زنداندي شوې دي.
یوناما په افغانستان کې د طالبانو حکومته غوښتي چې د یادو څلورو ښځو د روغتیا، د کورنیو له غړو سره د لیدنو او د قانوني وکیل د لرلو برخه ډاډ ور کړي.
يوناما پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د سپټمبر میاشتې له نولسمې نېټې راهیسې څلور معترضې مېرمنې د طالبانو حکومت په زندان کې دي چې د دغو ښځو د خپلسرو نیولو د ملګري ملتونه اندېښمن کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بي بي سي نه ده توانېدلې د یادو افغان معترضو ښځو له کورنیو سره مسقیمه اړیکه ونیسي. خو د لیلا بسیم په نامه یوې مېرمنې چې د ژولیا پارسي نژدې ملګرې ده، بي بي سي ته ویلي، د هغې رواني وضعیت ښه نه دی.
نوموړې ويلي، "تېره اوونۍ ژولیا پارسي د طالبانو په زندان کې د زیاتي شکنجې له امله د امنیت روغتون ته لېږدول شوې ده. "
د اغلې ليلا په وينا، "د دغو مېرمنو ګناه د تبعیض او جنسیتي اپارتاید پر وړاندې مبارزه وه، نن د خپلې مبارزې بیه پرې کوي، له بده مرغه د بشري حقونو او ښځو حقونو مدافع بنسټونو تر اوسه هېڅ د هغوی د خوشي کېدلو لپاره عملي اقدام نه دی کړی."
مېرمن بسیم باوري ده چې په افغانستان کې د ښځو د روانې ځپنې پر وړاندې د نړیوالو بنسټونو چوپ پاتې کېدل د معترضو ښځو روحیه کمزوري کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په وروستیو ورځو کې یو شمېر افغان ښځو ملګرو ملتونو ته په استولي یوه لیک کې له دغه سازمان وغوښتل چې له طالبانو د ملاتړ او د هغوی پر جنایتونو د سترګو پټولو له امله د بشري حقونو، بیان ازادۍ او د بشري حقونو شورا د کنوانسیونونو اعتبار له منځه یونسي.
د "بدلانه لپاره حرکت" په نامه يوه غورځنګ هم د لاسلیکونو راټولولو د یوه کمپاین له لارې له هر ډول قید او شرط پرته د ټولو سیاسي زندانیانو په ځانګړي ډول ښځو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
تیره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ هم وویل، په وروستیو دوو کلونو کې چې د طالبانو حکومت په فرمانونو کې د ښځو پر وړاندې کوم جنسیتي تبعیض او جنسیتي اپارتاید پلي شوی، پاموړ جدي موضوع ده چې په وروستیو راپورونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوې ده.
له بلې خوا ملګري ملتونه لیکي، افغانستان د هغو ۴۸ هېوادونو په ډله کې و چې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته چې د ټولو بنسټیزو او حیاتي بشري حقونه ټاکونکې ده، مثبته رایه ور کړې ده.
اوس د ډېری افغانانو په باور افغانستان په داسې یوه هېواد بدل شوی چې ښځې پکې د زده کړو حق نه لري چې د بشر تر ټولو بنسټیز حق ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو عدالتغوښتنو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ویاندویانو ویلي وو دا چې نړیوالې ټولنې يې حکومت په رسميت نه دی پيژندلی، نو دمګړۍ د هېڅ نړیوال قانون په منلو مجبور نه دي.











