کابل کې د ۸ معترضو ښځو د لنډمهاله نیول کېدو ادعا؛ د طالبانو حکومت وايي چې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عکس ارشیف

وروسته له هغه چې د افغانستان 'د ښځو یووالي او پېوستون په نامه غورځنګ' ادعا وکړه چې طالبانو تېر ماښام کابل کې د دوی اته غړې نیولې او د ضمانت له اخیستلو وروسته یې بېرته خوشې کړې دي، اوس د طالبانو حکومت ویلي چې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د همدې ادعا شوې پېښې اړوند پر خواله رسنيو لاس په لاس شوې ويډيو او دا خبر دواړه رد کړي او پر اېکس یا ټوېټر يې لیکلي، "له تېرې ورځې راهیسې د ځينو اشخاصو او رسنیو له لوري داسې یوه ویډيو خپرېږي چې ګواکې امنیتي ځواکونو د کابل په خيرخانه سيمه کې پر کوم کور عملیات کړي او ځينې کسان[مېرمنې] یې نيولې دي. موږ په ډاډ سره وایو چې په دې ورځو کې په یاده سيمه کې داسې هېڅ پېښه نه ده شوې"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د یادولو ده چې د دغه غورځنګ مشرې بي‌بي‌سي ته ویلي چې دا ښځې له یوه کوره نیول شوې او وروسته له هغې بېرته پرېښودل شوې چې طالبانو یې د کورنیو له مشرانو په احتجاجي پروګرامونو کې د دوی د نه ګډون ژمنه واخیسته.

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت یې ردوي.

په کابل کې د افغانستان د ښځو د اتحاد او همبستګۍ په نامه غورځنګ لخوا تېره شپه داسې ويډيو خپره او پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوه چې یوه ډله ښځې پکې په انګړ کې ښکاري، وروسته څو وسله وال ورځي او دوی ته ګواښ کوي او ورسره د تلو ورته وايي.

په ویډیو کې ښکاري چې شپه او تیاره ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

په دې ویډيو کې په ښځینه غږ اورېدل کېږي چې ورغلو وسله والو ته وایي، په دغه کور کې مېلمنې دي.‌

تر اوسه په خپلواک ډول د دې ویډیو او ادعا شوې نیونې د صحنې تایید نه دی شوی.

خو د افغانستان د ښځو یووالي او پېوستون په نامه د اعتراضي غورځنګ مسوولانو ویلي، چې دغه ښځې په یوه سرپټي ځای کې د ښځو پر کار او زدکړو د بندیز پر ضد د یوه اعتراض د پلانولو په هدف راټولې شوې وې او وروسته یې د راټولېدو ځای د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو لخوا کلابند شو.

دغه غورځنګ د شپې ناوخته بېرته د دغو ښځو د خوشې کېدو خبر خپور کړ.

په واټونو کې د ښځینه فعالانو د اعتراض پر مهال د دوی د نیول کېدو او د لاریونونو له تیت پرک کېدو وروسته په دې وروستیو میاشتو کې معترضې مېرمنې تر ډېره په سرپټو ځایونو او یا هم کورونو کې د اعتراض لپاره راټولېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم یو شمېر معترضې ښځې نیولې او وروسته بېرته خوشې کړې دي.‌