کابل کې د سینګارتونونو تړلو پر ضد د ښځو لاریون؛ طالبانو یې د مخنیوي لپاره ډزې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
له افغانستانه رپوټونه وايي، کابل کې یو شمېر ښځو د سینګارتونونو د تړلو په اړه د طالبانو حکومت د پرېکړې پر ضد احتجاج کړی.
دا ښځې نن چار شنبه د جولای پر ۱۹مه کابل کې سړکونو ته را وتلې وې او ګډونوالو یې د "کار، ډوډۍ او عدالت غوښتنې" شعارونه ورکول.
رپوټونه وايي، احتجاج کوونکو ښځو چې لاریون یې پیل کړی وو، د طالبانو امنیتی ساتونکو یې مخه نیولې او د تیت او پرک کولو لپاره یې پرې اوبه شیندلې دي.
یو شمېر لاریونوالو ښځو ادعا کړې، چې دوی د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا "ټیل وهل شوې" او د خورولو لپاره یې هوایی ډزې هم کړې دي.
په ځینو وېډیوګانو کې لېدل کېږي چې له ډزو وروسته لاریونیانې هرې خوا منډې وهي.
طالب چارواکي تر دې دمه د دغه لاریون په اړه له خبرو ډډه کوي، خو په تېر کې هم طالبانو د ګڼو هغو ښځو مخه نیولې چې ښځو ته د کار او زدکړو د حق غوښتلو لپاره احتجاجونو ته راوتلې وې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دغه لاریون کې د طالب ځواکونو له خوا "زور کارونې ژوره اندېښنه ښوولې."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
یوناما پر ټوېټر ویلي "افغانان د دې حق لري چې له تاوتریخوالي پرته خپل نظر څرګند کړي او د طالب واکمن باید دا په پام کې ونیسي
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت د جولای پر دریمه افغانستان کې ټولو سینګارتونو ته یوه میاشت کې د تړلو امر کړی و.
طالبانو ویلي وو، دا پرېکړه یې د خپل مشر مولوي هبت الله اخونزاده پهامر سینګارتونونو کې د ډېرو لګښتونو او هغو کارونو مخنیوي په موخه کړې چې د دوی په باور په "شریعت کې یې جواز نشته."
د طالبانو دغه پرېکړه د عامو خلکو له نیوکو سربېره هغه ښځې هم اندېښمنې کړې دي، چې کلونه یې دې برخه کې کار کړی او له دې درکه یې خپلو کورنیو ته روزي ګټله.
د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼو سنګارتونونو فعالیت کاوه، چې په زرګونه ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
مزار کې د یوه سینګارتون څښتنه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي پښتو سره خبرو کې ویلي، "اته کاله کېږي چې سینګارتون مې جوړ کړی، هغه مهال راسره نغدې پیسې نه وې، په پور مې جوړ کړ خو کله چې په پښو ودرېد او ګټه وټه مې په کې پیل کړه، طالبانو یې د تړلو پرېکړه وکړه."
نوموړې زیاتوي: "له ما سره پنځه نورې ښځې په دې سینګارتون کې کار کوي که یې راوتړي نو نه یوازې زما کورنۍ بلکه د دې نورو پنځو ښځو کورنۍ هم وږې پاتې کېږي. دا هره یوه یې د خپلې کورنۍ لپاره یوازینۍ نفقه ګټونکې دي."
د سینګار کولو برخه کې ګڼو سینګار ګرو ښځو مسلکي زدکړې کړي او ځینو یې آن بهر کې دیپلومونه ترلاسه کړي دي، خو د طالبانو د دې پرېکړې له عمليکېدو وروسته به لکه د نورو افغانو ښځو په څېر بې برخلیکه او په کور ناستې ته اړې شي.










