د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو په اړه ناسته کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه وایي، د امنیت شورا دغه ناسته د تړلو دروازو تر شاه د دوشنبې په ورځ کېږي چې سرلیک هم ورته "د افغانستان په اړه د ښځو لیدلوري" ټاکل شوی دی.
ناسته د سویس له خوا د متحده عرب اماراتو او جاپان په همغږۍ رابلل شوې ده. دا غونډه به د دوشنبې په سهار نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سویس د دایمي ماموریت په دفتر کې جوړه شي.
د "افغانستان د ښځو فورم" په استازیتوب دوې مېرمنې پکې ګډون کوي. دا هغه پلټ فارم دی چې د افغان مېرمنو له خوا یې مشري کېږي چې په نړیوالو ناستو کې د افغانستان په تړاو د نړیوالو پرېکړو کې د افغان مېرمنو ونډه او ګډون ډاډمن کړي.
دارنګه تمه کېږي چې له مدني ټولنو هم دوې استازې پکې ګډون ولري.
د سویس سفیر پاسکال باریسوای چې د غونډې مشري کوي، وایي غونډه د امنیت شورا تر اوسنيو او راتلونکو غړو پورې محدوده ده.
سویس دارنګه د دې ناستې لپاره یو یادښت هم جوړ کړی چې پکې راغلې، "موخه یې د هغو لارو چارو بحث ښودل شوی چې د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې او سپارښتنو په برخو کې د افغان ښځو ګډون او مشري تضمینوي.
دارنګه د امنیت شورا غړو ته د یوه داسې فرصت وړاندیز کوي چې څنګه د مدني ټولنې له ليدلورو سره تعامل وکړي.
د افغانستان د خپلواکې ارزونې غوښتنه د امنیت شورا له خوا د مارچ ۱۶ مې پرېکړه لیک کې شوې وه چې پکې غوښتل شوې چې دا ارزونه "د راتلونکې لپاره هغه سپارښتنې وړاندې کوي چې د ټولو اړخونو ترمنځ په سیاسي، بشرپالو او پرمختیایي برخو کې د ملګرو ملتونو په سیستم کې دننه او بهر شته ستونزو ته د رسېدنې لپاره یووالی او همغږي راولي.»

د عکس سرچینه، Getty Images
پرېکړه لیک دارنګه غوښتنه کوي چې خپلواکه ارزونه باید له ټولو سیاسي اړخونو چې پکې اوسني چارواکي، ښځې، مدنې ټولنه او ترڅنګ یې سیمه او نړۍ هم شامله وي له مشورو وروسته وړاندې شي.
دغه ارزونه د دې لپاره ترسره کېږي چې د راتلونکې لپاره د لارې نقشې په توګه ترې ګټه واخیستل شي.
د امنیت شورا د دوشنبې ورځ ناسته کې به د دریم ځل پاره غړي هېوادونه د افغانستان په تړاو چمتو شوي رپوټ بحث وکړي.
د نومبر په لسمه او بیا وروسته په ۲۸ هم په دې اړه شخصي ناستې شوې وې.
د خپلواکې ارزونې چمتو کوونکي او ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو دواړو ناستو ته مالومات ورکړي وو.
ټاکل شوې چې په دې اړه د ملګرو ملتونو راتلونکې ناسته هم په قطر کې ترسره شي، کره نېټه یې لا مالومه نه ده خو داسې رپوټونه شته ښایې په همدې روانه ډېسمبر میاشت کې ترسره شي.











