انګلنډ د شل اوریزه کرېکټ دویم نړیوال جام وګاټه

لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي

انګلنډ د شل اوریزه کرېکټ نړیوال جام په پایلوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه او د ۲۰۲۲ کال اتلوالي یې وګټله.

انګلنډ له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې اسټرالیا ته په پای لوبه کې له ماتې ورکولو سره لومړی نړیوال جام خپل کړی و.

د نړیوال جام پایلوبه نن د اسټرالیا په مېلبورن مشهور کرېکټ لوبغالي کې وه، د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو پر بنسټ دا لوبه څه باندې اتیا زره کسانو له نژدې ننداره کړه او سلګونو زرو نورو د تلویزیونونو له لارې کتله.

د دې برخلیک ټاکونکي تاریخي لوبې پچه انګلستان وګټله خو سیالې لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

د پاکستانۍ لوبډلې د سر پیل ډېر بد نه و او په لومړیو شپږو اورونو کې یې د سر یوه لوبغاړي محمد رضوان له سوځېدو سره ۳۹ منډې جوړې کړې، دوی د محتاطانه پیل هڅه وکړه خو له دې وېکټې وروسته یې ډېر ثبات ونشو ساتلی او د ۴۵ منډو وروسته یې دویمه وېکټه هم له لاسه ورکړه.

ورپسې شان مقصود نسبتا ښه مقاومت وکړ او د ۳۸ ارزښتناکه منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

په نورو لوبغاړو کې خپله لوبډلمشر بابر اعظم ښه وځلېد او په دې مهمه سیالۍ کې یې د خپلې لوبډلې په ګټه ۳۲ منډې جوړې کړې، الراونډر شاداب خان په شلو منډو وسوځېد او نور پاکستاني لوبغاړي د هغه لوی هدف په ترلاسه کولو بریالي نه شوه چې یې تمه کېده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

په وروستیو کې د پاکستان وېکټې یو پر بل پسې ولوېدې او اکثره لوبغاړي یې کېچ اوټ شول تر دې چې د ټولو شلو اورونو له پوریه کېدو سره یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو انګلستان ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

د انګلستان لخوا سام کوران دری، عبدالرشید دوه او جورډن هم دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

ورپسې انګلستان چې له دې وړاندې یې لوبډله په توپوهنه کې ښه ځلېدلې د تېزې لوبې هڅه وکړه خو لومړی لوبغاړی یې د پیل په اور کې وسوځېد، انګلستان په پاور پلې یا د لوبې په لومړیو شپږو اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځيدو ۴۹ منډې جوړې کړې.

وروسته څلورمې او پنځمې وېکټې د پاکستان تېزې توپ اچونې پر وړاندې څه مقاومت وکړ او لوبه یې تل سلو منډو ورسوله.

د انګلستان له لوري بېن سټوکس تر ټولو ډېرې ۵۲ ناسوځېدلي منډې وکړې او لوبډله یې اتلوالۍ ته ورسوله په نورو لوبغاړو کې جوس بټلر ۲۶ او معین علي ۱۹ ارزښتناکه منډې جوړې کړې .

د پاکستان لخوا حارث رؤف ۲، شاهین شاه افریدي او شاداب خان یو- یو لوبغاړی وسوځاوه.

چا څومره نړیوال جامونه ګټلي؟

لوبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره دا دریم ځل و چې د شل اوریز کرېکټ په نړیوال جام کې پایلوبې ته رسیږي.

د شل اوره کرېکټ لومړی نړیوال جام په ۲۰۰۷ کال کې شوی و او هغه مهال هم پاکستان په پایلوبه کې له هندوستانه ماته خوړلې وه.

ورپسې د ۲۰۰۹ کال نړیوال جام د یونس خان په مشرۍ پاکستانۍ لوبډلې وګاټه، د ۲۰۱۰ شل اوریز کرېکټ نړیوال جام هم انګلستان ګټلی و او ۱۲ کاله وروسته یې نن بیا دا ویاړ خپل کړ.

له هغې وروسته د ۲۰۱۲ نړیوال جام وېسټ انډیز، د ۲۰۱۴ شري لنکا، د ۲۰۱۶ هم وېسټ انډیز، د ۲۰۲۱ اسټرالیا او سږ د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام بیا انګلستان وګاټه.

له دې سره انګلستان او وېسټ انډیز د دوه- دوه شل اوریزه نړیوال جام په ګټلو له نورو مخکښ دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

انعامونه

د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو پر بنسټ د نورو انعامونو، او نړیوال کپ تر څنګ سږنۍ اتلې لوبډلې ته څه باندې یو نیم میلیون ډالر انعام ورکوي، پای لوبه کې بلې لوبیدونکي لوبډلې یعنې پاکستان ته هم د همدې نیمايي برخه یعنې اته سوه زره ډالر انعام ورکول کیږي.

ای سي سي نیمې پایلوبې ته وتونکي لوبډلو ته څلور سوه زره ډالره او د افغانستان په ګډون هغه لوبډلې چې یوازې په ۱۲ غوره لوبډلو کې ولوبېدلې د شاوخوا ۶۰ زره ډالرو د انعام ویلي دي.