کرېکټ: محمد نبي د افغان شل اوريزې لوبډلې له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

محمد نبي

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د کرېکټ شل اوريزو لوبډلې مشر محمد نبي له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.

نوموړي د شل اوريز نړيوالو جام پر مهال له اسټراليا سره له لوبې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه دغه اعلان کړی دی.

ښاغلي نبي لیکلي، لکه څنګه چې هيله وه افغان لوبډله په نړيوال جام کې هغسې ونشوی ځلېدلی، چې نوموړی يې علت د لوبډلې نه چمتووالی او د ده په وينا په وروستيو څو سفرونو کې د کرېکټ بورډ د ادراې، غوراوي کمېټې او د ده تر منځ د نظر اختلاف بللی دی.

خو نوموړی زياتوي چې په ملي لوبډله کې به د يوه عادي لوبغاړي په توګه کرېکټ ته ادامه ورکوي.

د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام کې افغانستان پنځه لوبې درلودې چې دوه د باران له امله لغوه او دری يې وبايللې چې وروستۍ هغه يې اسټراليا ته په څلورو منډو وبايلله.

محمد نبي چې ۳۷ کاله عمر لري په شل اوريزو لوبو کې د نړۍ په کچه غوره الرونډر دی او له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغان لوبډلې مشري هم ور په غاړه وه.

نوموړی د افغان کرېکټ يو تر ټولو پېژندل شوی لوبغاړی دی چې له ۲۰۱۰ کال راهيسې په شل اوريزو لوبو کې د افغانستان لپاره لوبېږي.

محمد نبي د هند غوره ليګ تر څنګ د پاکستان غوره ليګ، بېګ بش، د بنګله دېش کرېکټ ليګ، کارابېن او نورو ليګونو کې لوبېدلی دی.