کرېکټ نړيوال جام؛ پاکستان جنوبي افریقا ته په ۳۳ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ په روان شل اووریز نړيوال جام کې د پاکستان لوبډلې جنوبي افریقا ته په ۳۳ منډو ماته ورکړه. د دې لوبې پرېکړه د (ډک ورت لویس) قانون پر بنسټ وشوه.
لومړی توپوهنه پاکستان وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۵ منډې وکړې.
وروسته لوبه د باران له کبله ودرول شوه او کله چې بېرته پيل شوه نو جنوبي افریقا ته په ۱۴ اوورونو کې د ۱۴۲ منډو کولو هدف وټاکل شو. جنوبي افریقا په ۹ اوورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۹ منډې وکړې. پنځو اوورونو کې د نورو ۷۳ منډو اړتیا وه خو دې لوبډلې د څوارلسم اوور تر پایه د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې جوړې کړې او ټاکل شوی هدف يې تر لاسه نه کړ.
د نننۍ لوبې پچه پاکستان ګټلې وه او لوبډلمشر بابراعظم د توپوهنې پرېکړه کړې وه.
د پاکستان له لوري افتخار احمد او شاداب ښه لوبه وکړه
افتخار احمد په ۳۴ توپونو نیمه سليزه بشپړه او ۵۱ منډې یې وکړې او شاداب خان بیا په ۲۰ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې چې د پاکستان رن رېټ یې لوړ کړ.
په ټوله کې د محمد نواز، افتخار احمد او شاداب توپوهنې د پاکستان منډې ۱۸۵ ته ورسولې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنوبي افریقا توپوهنې پر مهال شاهین شاه افریدي په خپل لومړي اوور کې ډي کوک په صفر وسوځاوه او وروسته یې د دې لوبډلې بل مخکښ توپوهونکی رایلې روسو په اوو منډو اوټ کړ.
د دوو تکړه توپوهونکو تر سوځېدو وروسته لوبډلمشر باووما او ملګري لوبغاړي یې ایډن مارکرم په ګډه ملګرتیا پنځوس مندې بشپړ کړې.
د نهم اوور پر مهال باران پيل شو چې د جنوبي افریقا منډې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۹ وې. نو د (ډک ورت لویس) قانون له مخې هدف ۸۴ و.
کله چې د سویلي افریقا لوبغاړي بیا لوبغالي ته ورغلل نو یو په بل پسې وسوځېدل او ټاکل شوی هدف یې تر لاسه نه شو کړای او لوبه یې پاکستان ته په ۳۳ منډو وبایلله.
دا په اسټرالیا کې د روان کرېکټ شل اووریز نړیوال جام کې د پاکستان دویم بری دی او نيمه پای لوبې ته د رسېدو چانس یې اوس هم شته خو سخت ښکاري.
ځکه چې دا څه هله ممکن دي چې که پاکستان راروانه یکشنبه بنګله دېش ته ماته ورکړي او د جنوبي افریقا او هالنډ لوبه د باران له کبله ونه شي او یا هند له زمبابوې ماته وخوري نو پاکستان نیمه پایلوبې ته رسېدلی شي.









