کرېکټ نړیوال جام: هند د بنګله دېش لوبډلې په ماتولو نیمه پایلوبو ته یو ګام نور هم نژدې شو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, حمید قیومي
- دنده, بي بي سي اسټرالیا
د کرېکټ نړیوال جام په دواړو ګروپونو کې نیمه پایلوبو ته د لارموندنې سیالي سخته شوې.
الف ګروپ کې نیوزیلنډ، انګلنډ او اسټرالیا ډېر چانس لري او ب ګروپ کې بیا جنوبي افریقا او هند پیاوړي دریځ کې دي خو بنګله دېش او پاکستان هم فرصت لري چې د نیمه پایلوبو پړاو ته ووځي.
پرون (نومبر ۲) هند په یوې مهمه لوبه کې بنګله دېش ته له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په پنځو منډو ماتې ورکړه او ب ګروپ کې یې خپل دریځ پیاوړی کړ.
د هند په توپ وهونکو کې یو وار بیا ویرات کوهلي ښه وځلېد او نیمه سلیزه یې وکړه.
دی په ۶۴ منډو تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. دا په روان نړیوال جام کې د ویرات کوهلي درېیمه نیمه سلیزه ده.
پر کوهلي سربېره نن د هند د پیل توپ وهونکی کی اېل راهول هم ښه ولوبېد او ۵۰ مندې یې وکړې. کی اېل راهول تر دې دمه د نړیوال جام په لومړیو دریو لوبو کې ښه نه وو ځلېدلی او له همدې امله پرې فشار ډېر وو.
ځینو شنونکو هم نیوکې کولی چې ولې د راهول پر ځای رېشاب پنټ یا بل توپ وهونکی نه لوبېږي.
د نننۍ لوبې نیمه سلیزه په دې مانا ده چې راهول د هند له مهمو او سختو سیالیو مخکې فارم کې راغی چې دا د هندۍ لوبډلې لپاره ښه زېری دی.
د هند ۱۸۴ منډې لوړ هدف ښکارېده خو بنګله دېش د بیتېنګ خورا ښه پیل وکړ.
د بنګالۍ لوبډلې د پیل توپ وهونکي لېټن داس داسې په چټکۍ منډې جوړولې چې ښکارېده ښایۍ بنګله دېش په خورا اسانۍ دا هدف پوره کړي.
خو باران راغی او لوبه یې ودروله. د باران تر ځنډ وړاندې بنګله دېش ۷ اورونو کې ۶۷ منډې کړې وې او کوم لوبغاړی یې نه وو سوځېدلی.
باران تر ۵۰ دقیقو لوبه ځنډولې وه چې د هند په ګټه تمامه شوه. د باران د ځنډ له امله د اورونو شمېر ۱۶ ته راکښته شو او هدف هم د ۱۸۴ پر ځای ۱۵۱ وټاکل شو.
بنګله دېش لوبډله بیا هم برلاسې وه خو د لوبې بیا پیل کېدو نه وروسته په لومړي اوور کې لېټن داس وسوځېد او ورپسې د بنګله دېش نور توپ وهونکي د افغان لوبډلې توپ وهونکو په څېر په چټکۍ وسوځېدل او هېڅ لوبغاړي په مسوولیت لوبه ونه کړه.
هند په پای کې لوبه په ۵ منډو وګټله. توپ اچونه کې یې ځوان او نوی بالر ارشدیپ سېنګ یو وار بیا ښه وځلېد.
نیمه پایلوبو ته د لارموندنې سیالي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان به هیله لرله چې بنګله دېش به هند ته ماته ورکړي او دوی به بیا هڅه وکړي چې خپله وروستۍ لوبه له بنګله دېشه وګټي او د رنزونو په اوسط نیمه پایلوبو ته ولاړ شي خو اوس ب ګروپ کې داسې ښکاري چې هند او جنوبي افریقا به بریالۍ شي.
جنوبي افریقا سبا پاکستان ته سره سیالي کوي، که یې پاکستان وبایلي نو رسمآ به له نړیوال جام بهر شي خو که ویې ګټي نو بیا تر خپلې وروستۍ لوبې یو څه فرصت لري.
هند د ب ګروپ د سر لوبډله ده او شپږ نمرې لري. د دوی یوه لوبه پاتې او زمبابوې سره ده چې هند به یې په پرتلیز ډول اسانه لوبه ګڼي او د ګټلو په اړه به یې ډاډه وي.
جنوبي افریقا خپلو پاتې دوو لوبو کې پاکستان او هالنډ سره مخ دي.
د پاکستان لپاره یوازې هیله هغه وخت پیدا کېدلی شي چې دوی خپلې پاتې دوه لوبې له جنوبي افریقا او بنګله دېش په ښه توپير وګټي او بیا دعا وکړي چې هالنډ جنوبي افریقا ته ماته ورکړي او یا هم هند خپله وروستۍ لوبه زمبابوې ته وبایلي.
اوسني حالت کې به دغه ډول پایلې حیرانوونکې وي ځکه جنوبي افریقا به د هالنډ پر وړاندې لوبه کې خورا ډاډه وي او هند به زمبابوې ته د یوه سخت سیال په سترګه نه ګوري.
لنډه دا چې پاکستان او بنګله دېش یوې کوچنۍ معجزې ته اړتیا لري چې د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته ورسېږي.










