ایران له طالب چارواکو سره د هلمند سېند اوبو پر سر بیا خبرې کوي

د عکس سرچینه، IRNA
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر وايي ایران د دوحې غونډه کې برخه اخلي او دریځ به یې پر هغو واقعیتونو او مسؤولیتونو ولاړ وي چې د ده په وینا د افغانانو او د طالبانو د حکومت په ګټه وي.
حسن کاظمي قمي د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو وېش ته په اشارې ویلي د طالبانو له خوا پر شویو ژمنو عمل د تل پاتې اړیکو لپاره بنسټیزه اړتیا ده.
له دې سره هم مهال د ایران د ولسمشر مرستیال او د چاپيریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه تازه څرګندونو کې ویلي نژدې راتلونکې کې افغانستان ته سفر کوي چې له طالب چارواکو سره د هلمند سېند اوبو پر سر خبرې وکړي.
حسن کاظمي قمي چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی هم دی وايي هېواد یې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه فعاله برخه اخلي، مشوره به ورکوي او هم به خپل ځانګړي وړاندیزونه لري.
ټاکل شوې دا غونډه سبا دوشنبه پیل او تر سې شنبې به دوام ولري. دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش او د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړي استازي برخه لري.
ښاغلی قُمي وايي دې غونډه کې به یې دریځ په هغو واقعیتونو او التزاماتو ولاړ وي چې د ده په وینا د افغانانو او د طالبانو د حکومت په ګټه وي.
د ایران سفیر دا څرګندونې افغانستان کې له یوه ځايي خبري اژانس سره کړې او ایراني رسنیو هم خپرې کړي دي.

د عکس سرچینه، @SPECIALIRAN
ټول ګډونی حکومت
حسن کاظمي قُمي یو ځل بیا افغانستان کې پر یوه ټول ګډوني حکومت ټينګار کړی او تمه یې کړې چې ټول ګډونی حکومت یوازې د څو منصبونو د ویش په معنی نه وي. ده د طالبانو له خوا له پوهنتوني نصابه د جعفرې فقهې لرې کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي اړتیا ده چې د حنفي فقهې ترڅنګ جعفري فقهې ته هم درناوی وشي.
د افغانستان لپاره د ایران استازي د طالبانو حکومت ته پیښو ګواښونو په اړه ویلي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو پر حکومت د نورو بندیزونو په اړه اندېښنه لري.
ده ویلي طالبان له دوه کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره مخ دی. ښاغلي قمي دې لړ کې د ټولنې د یوې برخي ټولنیزو حقونو په اړه د طالب مشرتابه نامعلوم دریځ چې وايي د اساسي قانون له نشتوالي سرچین اخلي اشاره کړې ده. ده ویلي په تېرو څو میاشتو کې بهرنی ګواښ له یاد کورني ګواښ سره یو ځای شوی او د طالبانو حکومت یې برمته کړی. د ایران سفیر ویلي وېره لري چې شته فرصتونه به له لاسه ووځي.
ایران د طالبانو له حکومت سره توده راشه درشه لري او د طالبانو له خوا پیژندل شوي دپلوماتانو یې هم منلې، خو د هلمند سیند اوبو په اړه له طالبانو جدي غوښتنې او تمې لري.
حسن کاظمي قُمي په دې برخه کې د طالبانو ژمنو ته په ا شارې په نا مستقیم ډول د طالبانو له حکومته ناخوښي ښودلې او ویلي یې دي چې تل پاتې اړیکي د طالب چارواکو له خوا پر کړو ژمنو ژمنتیا پورې اړه لري.
د هلمند سیند اوبو کې د ایران برخې ته په اشارې د ایران سفیر ویلي طالبانو نړیوالو ژمنو ته ژمنتیا ښودلې خو وايي په عملي ډګر کې داسې لږ څه لیدل کیږي چې دا ژمنتیا وښيي. او له همدې امله ایران کې دی وايي خلک ناخوښه دي.











