افغانستان کې د کانګو ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل د انتاني روغتون مسوولین وايي، په هېواد کې په کانګو ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.
د چارواکو په خبره له اختر وروسته د کابل په انتاني روغتون کې هره ورځ ۱۵ په کانګو ناروغۍ شکمن کسان بستریږي.
د دې روغتون متخصص ډاکټر فریدالله عمري په دې هکله بي بي سي ته وویل، له اختر مخکې یې هم ناروغان درلودل، خو په وینا یې اوس هره ورځ له لسو تر پنځلسو پورې مشکوک ناروغان روغتون ته ورځي.
ډاکتر عمري وايي، دوی چمتووالی دوه برابره زیات کړی او په وینا یې همدا اوس نژدې ۴۰ بستري ناروغان لري.
ورته مهال په دې ناروغۍ اخته کسان او نور افغانان د طالبانو له عامي روغتیا وزارت نه ددې ناروغۍ د مخینوي لپاره د جدي هڅو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
موږ دا موضوع د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره شریکه کړه خو هغوی په دې اړه چې د کانګو ناروغۍ د مخینوي لپاره څه کوي څه ونه ویل.
ماهرین واد دې ناروغۍ ویروس د څارویو د کنې په واسطه د انسان بدن ته ننوځي. تبه، سردرد، د ستونې درد او خپګان د دې ناروغۍ نښې بلل کېږي.
کانګو یا د وینې بهونکې تبې یوه وژونکې ناروغي ده، ډاکټران وايي، په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید د څارویو سره د مخ کېدو پر وخت دستکشې، ماسک، موزې او سپینه چپنه واغوستل شي.









