سږ کال بلوچستان کې کانګو ویروس د ۱۱ کسانو ژوند اخیستی

- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن یکشنبه له کانګو ویروس ناروغۍ یو بل ناروغ مړ شوی، چې ورسره په روان کال کې له یادې ناروغۍ د مړو شوو ناروغانو شمېر یوولس تنو ته ورسېد.
په بلوچستان کې د یادې ناروغۍ د ناروغانو د درملنې لپاره په کوټه کې یوازې یو (فاطمه جناح) روغتون دی، چې هلته يې له تېرو څو ورځو راهیسې څوارلس ناروغان د ایالت له بېل بېل سیمو راوړي دي.
په یاد روغتون کې هم د ساري ناروغانو لپاره یوازې یوه څانګه ده، چې هلته هم په یوه وخت کې یوازې لس ناروغان بستر کېدلی شي.
د فاطمه جناح روغتون مشر ډاکټر عباس نوتکاني رسنیو ته ویلي، د همدې رنځ له امله روان کال یاد روغتون کې ۱۴۰ ناروغان راوړل شوي، چې په ۳۲ ناروغانو کې د کانګو ویروس پېژندل شوی او پکې یوولس مړه شول.
د ډاکټر نوتکاني په خبره، ددوی په روغتون کې نهه نور ناروغان هم مړه شوي، خو دا لاهم څرګنده نه ده چې دوی هم له یادې ناروغۍ اغېزمن و او که نه.
په بلوچستان ایالت کې له دې سره چې د کانګو ناروغۍ لپاره یو روغتون دی، خو هلته هم د یادې ناروغۍ د معاینې کولو اسانتیاوې نشته او د ناروغانو وینې د معاینې لپاره کراچۍ یا اسلام اباد ته استول کېږي رپوټ يې په ډېر ځنډ سره ډاکټرانو ته بېرته رسېږي.
کانګو ویروس ناروغي چې د روغتیاپالانو په خبره که انسان ته ورپورې شي، نو لومړی د انسان تبه کېږي او ورسره يې له پزې، خولې او سترګو نه د وینې بهېدل پېل شي.
ددوی په خبره، دغه ناروغي ساري ده او انسانانو ته له پسونو یا بودګانو ور پورې کېږي، چې لوی لامل يې د پسونو او بودګانو په څرمنو پورې د منګوړ/غانځې خزنده ده.
د روغتیا پالانو په خبره، کانګو ویروس ساري دی او نورو کسانو ته یې د ورپورې کېدو خطر احتمال موجود وي، ځکه وايي باید په دغه ویروس د اخته ناروغانو درملنې پر مهال له احتیاطه کار واخیستل شي.








