بلوچستان کې د ماشوم په ګډون پنځه کسان د پت په نامه وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان د بلوچستان ایالت په لسبېله سیمه کې په دوو بېلو پېښو کې د پت په نامه پنځه کسان وژل شوي دي. د سیمې پولیسو بي بي سي ته ومنله، په دواړو پېښو کې د پت په نامه وژنې شوې دي خو زیاتوي لا يې هم په دې تړاو څوک نه دي نیولي.
د لسبېلې د حب سیمې د پولیسو په خبره لومړۍ پېښه په حب کې شوې، چې یوه کور ته نامعلوم کسان ننوتي او د کور پر غړیو يې ډزې کړې دي. دغه پېښه کې يوه مېرمن، د هغې مېړه او ددوی د دوو کلونو ماشوم زوی وژل شوي دي. پولیس وايي، په دې پېښه کې ددغې کورنۍ یوه ماشومه روغه پاتې شوې ده، چې ګومان کېږي، بریدګرو نه ده لیدلې.
- <paragraph> <link type="page"><caption> پاکستان کې د پت په نامه جرمونه ډېر شوي </caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/pokhtonkhwa/2016/04/160402_hh-pakistan_killing_honour_rise" platform="highweb"/></link></paragraph>
- <paragraph> <link type="page"><caption> د "پت" په نوم پاکستان کې په سلگونو ميرمنې وژل شوي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2011/12/111220_pakistan_women_killing" platform="highweb"/></link></paragraph>
د سیمې د پولیسو په خبره وژل شوې مېرمن او د هغې مېړه د بلوچستان د قلات سیمې اوسېدونکي دي، چې څو کاله وړاندې يې د خوښې د واده له امله خپل ښار پرې ايښی او په حب سیمه کې اوسېدل.
د لسبېلې سیمې د پولیسو په وینا دويمه پېښه هم د لسبېلې ضلعې په يوه بله سیمه کې شوې، چې هلته بیا یوه مېرمن او د هغې مېړه په مرموز ډول وژل شوي.
د پت په نامه وژنې
پولیس زیاتوي، وژل شوې مېرمن او د هغې مېړه د بلوچستان سوۍ اوسېدونکی وو، چې دوې مياشتې وړاندې يې د خوښې له واده کولو وروسته خپل کور کلی پرې ایښی و او په لسبېله کې مېشت شوي و.
تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.
- <paragraph> <link type="page"><caption> چارسده کې د "پت" په نامه دوه کسان وژل شوي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/pokhtonkhwa/2015/11/151119_gn_kpk_charsada_2_people_were_killed_honor_killing" platform="highweb"/></link></paragraph>
په پاکستان کې هر کال د پت په نامه ډېری هغه ښځې او نارینه چې د خوښې واده کوي، د خپلو کورنیو د نورو غړیو لخوا وژل کېږي، چې په دې وروستیو کې ددغه هېواد لومړي وزیر نوازشریف ددغه ډول د وژنو د مخنیوي لپاره د نوي قانون د جوړولو اعلان کړی دی.




