د پاکستاني پوځ ویاند وايي، "عزم استحکام پوځي عملیات نه دي، د ترهګرۍ ضد کمپاین دی"

د عکس سرچینه، ptv
د پاکستاني پوځ ویاند وايي، د عزم استحکام په نامه عملیات د ترهګرۍ پر ضد کمپاین دی. د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري وايي، دا پوځي عملیات نه دي او د پاکستاني پوځ له مخکینیو پوځي عملیاتو 'ضرب عضب' او 'راه نجات' سره یې پرتله کول سمه چاره نه ده.
نوموړي ادعا وکړه، چې ځینې کسان په لوی لاس غواړي دا کمپاین ناندریز کړي.
د یادونې ده، چې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منير په مشرۍ د پوځ د لوړې کچې مشرانو د جولای په لومړیو کې په خپله ۲۶۵مه غونډه کې وویل، چې دغه عملیات د هېواد ثبات او اقتصاي ټيکاو لپاره مهم دي.
دغه راز د پاکستان اوسني ملکي حکومت هم دغه عملیات یوه اړتیا بللې. خو په ځانګړي ډول ځینې، سیاستوال، پښتانه مشران او فعالان بیا اندېښمن دي چې دغه عملیات به هم په ۲۰۱۴ کال وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه د پراخو عملیاتو په څېر د سلګونه زره ځايي خلکو د کړاو او بېځایه کېدو لامل شي.
د پاکستان پوځ له دې اعلان وروسته د لکي مروت، صدې بازار، تور غر، باړې بازار، شمالي وزیرستان، بنو، لورالايي ، چارسدې، کلا سیف الله، بونیر، چمن، مردان، باجوړ ، ږوب، ټانک او د پښتونخوا په ځينو نورو سیمو کې لاریونونه، اعتراضي ناستې او احتجاجونه هم شوي دي.
بل لور پر دوشنبه (جولای ۲۲مه) د پاکستان پوځ د رسنیز دفتر مشر ډګر جنرال په یوه خبري ناسته کې د همدې اندېښنو په تړاو یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، "زموږ ستونزه دا ده، چې (د هېواد) جدي مسائل هم د سیاست قرباني کوو او عزم استحکام یې یوه بېلګه ده، حکومت هم ویلي، چې عزم استحکام عملیات د ترهګرۍ ضد یو همغږی کمپاین دی، هېڅ ډول پوځي عملیات نه دي."

د عکس سرچینه، MUHAMMAD ZUBAIR MARWAT
نوموړي د جون په وروستیو کې د پاکستان امنیتي، دفاعي او حکومتي مشرتابه کمېټې د یوې غونډې یادونه وکړه او په خبره یې په هغه غونډه کې د نېشنل اېکشن پلان له ارزونې وروسته د ترهګرۍ پر ضد د یوه کمپاین پر اړتیا ټینګار شوی.
د جنرال چودري په وینا په دې لړ کې ویل شوي، چې په هېواد کې به د ترهګرۍ ضد کمپاین لپاره له سیاسي ګوندونو سره سلا، مشورې کېږي او قانوني لارې، چارې به لټول کېږي.
د پاکستاني پوځ ویاند له دې څرګندونو سره سره د خبري غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، "موږ په هر یوه ساعت کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ څلور یا پنځه ځایه عملیات کوو."











