د 'عزم استحکام' پوځي عملیاتو خلاف د پښتونخوا بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه شوي

د عکس سرچینه، MUHAMMAD ZUBAIR MARWAT
په پښتونخوا کې د ناامنیو له زیاتېدو او د پاکستان لخوا د نویو پوځي عملیاتو له منظورۍ وروسته غبرګونونه او نېوکې مخ په ډېریدو دي.
په دې لړ کې نن یکشنبه د پښتونخوا په بېلابېلو لویو او وړو ښارونو کې لاریونونه، اعتراضي ناستې او غونډې شوې دي.
بي بي سي ته په ور رسېدلو ویډيوګانو او انځورونو کې ښکاري چې نن تر ټولو لوی ولسي اعتراض د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې شوی دی.
په دغه لاریون کې د لکي مروت د اوسېدونکو ترڅنګ زرګونو نورو فعالانو او ځینو سیاسي څېرو ګډون کړی وو.
د دوی ډېر ټينګار پر دې و چې "نور په خپله سیمه کې تاوتریخوالی نشو زغملی."

د عکس سرچینه، social media
بر لکي مروت سربېره صدې بازار، تور غر، باړې بازار، شمالي وزیرستان، بنو، لولاريي ، چارسدې، کلا سیف الله، بونیر، چمن ، مردان، باجوړ ، ژوب، ټانک او د پښتونخوا په ځينو نورو سیمو کې هم نن (یکشنبه، د جولای ۷مه) لاریونونه ، اعتراضي ناستې او احتجاجونه شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره ورځ د ټولنیزو رسنیو له لارې پر خلکو غږ کړی و، چې په دغو پلان شویو اعتراضونو کې ګډون وکړي.
ښاغلي پښتین ویلي په پښتون وطن کې د ناامنۍ، ترهګرئ او جنګونو خلاف به خلک هوښیاروي او په وینا یې ولسونه نور په خپلو سیمو کې ډالري جګړې نشي تېرولی.
هغه زیاته کړې د لاریونونو له لارې پښتون وطن کې د برېښنا د ناروا پرچاوۍ او همداراز له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ پر لارو د وضع شویو بندیزونو پر ضد به هم غږ پورته کوي.

د عکس سرچینه، Manzoor Pashteen
پخپله منظور پښتین، او ګڼو نورو قبایلي مشرانو او ځینو سیاستوالو هم د پاکستان حکومت لخوا د 'عزم استحکام' په نوم له نویو اعلان شویو عملیاتو سره مخالفت کړی او پر ضد یې د ودرېدو ویلي دي.
خو د پاکستان پوځ بیا له دغو مخالفتونو سره سره دغه عملیات د خپل هېواد ثبات لپاره 'مهم' بللي دي.
د پاکستان پوځي لوی درستیز جنرال عاصم منير په مشرۍ د پوځ د لوړې کچې مشرانو همدا تېره ورځ په خپله ۲۶۵مه غونډه کې وویل، چې دغه عملیات د هېواد ثبات او اقتصاي ټېکاو لپاره مهم دي.
همدا راز د پاکستان اوسني ملکي حکومت هم دغه عملیات یوه اړتیا بللې.
خو ځینې پښتانه مشران او فعالان بیا اندېښمن دي چې دغه عملیات به هم په ۲۰۱۴ کال وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه د پراخو عملیاتو په څېر د سلګونه زره ځايي خلکو د کړاو او بېځایه کېدو لامل شي.
دوی د پښتونخوا پخوانیو قبایلي سیمو کې په دې وروستیو کې زیاته شوې ناامني هم د حکومت د ناکامه سیاستونو پایله بولي.











