کورمه کې د ماین چاودنې پنځه پاکستاني پوځیان وژلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې د پاکستاني پوځ ګاډی پر یوه ځای پر ځای شوې ماین ختلی، چې له کبله یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای اېس پي ار) وايي، "پېښه د کورمې په سده سیمه کې شوې ده او هغه ماین چې د پوځي ګاډي په لار کې خښ شوی و، په لاس جوړ شوی و."
په دې هکله د ای اېس پي ار په اعلامیه کې ویل شوي: ''امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره ژمن دي او د زړورو ځوانانو دا قربانۍ زموږ هوډ لا پیاوړی کوي.''
بل لور د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر او کورنیو چارو وزیر په دې پېښه خواشیني څرګنده کړې.
د لومړي وزیر شهباز شریف له دفتره په دې هکله یوه اعلامیه خپره شوې، چې وايي، لومړي وزیر د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ترهګرۍ دا پېښه یې سخته غندلې ده.
بل لور د پاکستان پوځ وايي، په سیمه کې یې چاڼیز عملیات هم کړي دي.
د پوځ په اعلامیه کې د وژل شویو پوځیانو نومونه ۳۳ کلن عقیل احمد، ۳۰ کلن محمد طفیر، ۲۴ کلن انوش رفون، ۲۶ کلن محمد اعظم خان او ۲۹ کلن هارون ولیم یاد شوي دي.
کورمه د افغانستان او پاکستان تر منځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه مخکینۍ قبائلي سیمه ده، چې له دې مخکې هم پکې د ناامنۍ پېښې رامنځته شوې او سخت دریځو وسله والو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.











