پښتین: پخوانیو قبایلي سیمو کې د جګړې اور د تازه کولو هڅې روانې دي

د ویډیو تشریح، رزمک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لویه جلسه
پښتین: پخوانیو قبایلي سیمو کې د جګړې اور د تازه کولو هڅې روانې دي

پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ادعا کړې، چې په پخوانیو قبایلي سیمو کې د جګړې د اور د تازه کولو هڅې روانې دي خو ټینګار یې کړی چې دوی به یې مخه نیسي.

پرون د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د زرګونو پلویانو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.

د بي‌بي‌سي سپین تڼي له ښاغلي پښتین سره د یوې مرکې په پیل کې ترې د دې جلسې د رابللو لامل پوښتلی دی.