سخته ګرمي او کمه برېښنا؛ ایا خیبرپښتونخوا کې برېښنا د سیاسي دلایلو له کبله کمه شوې؟

پاکستان

د عکس سرچینه، FACEBOOK/ALI AMIN GANDAPUR

د پاکستان ډېری سیمې د ګرمۍ له سختو څپو تېرېږي. له دې سره برېښنا ته اړتیا هم تر بل هر وخته ډېره شوې، خو برېښنا بیا دومره کمه ده چې ځينې سیمې یې ان په ټوله شپه او ورځ کې یوازې دوه ساعته لري.

د رپوټونو پر بنسټ دا مهال تر ټولو ډېره برېښنا په خیبر پښتونخوا کې ځي چې اوس په کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند حکومت دی.

د پښتونخوا پېښور، کوهاټ او شاوخوا ډېرې نورې سیمې په دوبي کې سختې ګرمې وي خو سږ کال د ګرمۍ تر څنګ د برېښنا کمښت خلک دومړه کړولي چې ان ځینو خو د اختر ورځې هم په واټونو او لاریونونو تېرې کړې.

د ولس تر څنګ د پښتونخوا چارواکي هم له سختې ازموینې سره مخ دي. وزیر اعلی یې له برېښناکوټ څخه د پاکستان مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی چې له ۱۲ ساعتونو اضافه پرچاوی نشي منلی.

علي امین ګنډاپور وړمه ورځ پخپله د ډېره اسماعیل خان مشهور برېښناکوټ ته ولاړ او د بټن له کېکاږلو سره یې ژمنه وکړه چې په درواني ډول به شپه او ورځ ۱۲ ساعته برېښنا نه وي.

که څه هم په سخته ګرمۍ کې بې پکیو یوه ساعت ګزاره هم ګرانه وي، خو دغه اعلان بیا هم خلک خوشبینه کړي دي.

علي امین ګنډا پور همدا راز په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان له لومړي وزیره یې په ټینګه غوښتي چې په مرکزي حکومت د پښتونخوا پاتې پیسې ژر ورکړي.

هغه وویل "زه شهباز شریف ته وایم چې تا ما ته تیلفون وکړ او له ما دې د ای اېم اېف په اړه د مرستې غوښتنه کړه. ما ته لومړۍ د خپلې صوبې پیسې په کار دي او ته یې باید راکړې. کنه زه د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته وایم چې شهباز شریف زمونږ په نوم پیسې اخلي، پر مونږ مالیې هم وضع کوي او خپل جېبونه ډکوي."

د هغه تر څنګ د خیبرپښتونخوا ځینې نور چارواکي او د ایالتي اسمبلۍ غړي هم د برېښنا غوښتنې لپاره واټونو ته راوځي او خبرداری ورکوي چې "پښتونخوا باید د برېښنا د تولید او وېش نظام په خپل لاس کې واخلي."

ایا په ټوله پښتونخوا کې برېښنا ډېره ځي که یوازې ځينو سیمو کې؟

پاکستان

د خیبرپښتونخوا ځینې سیمې داسې دي چې خلک یې پر خپل وخت د برېښنا بېلونه پرې کوي او هلته د برېښنا د ترسیل کمپنۍ له ډېرو مالي زیانونو سره نه دي مخ. په دغو سیمو کې برېښنا هم کمه ځي.

خو د پښتونخوا هغه سیمې چې دولت په کې له زیان سره مخ دی او د برېښنا غلا کولو ترڅنګ په کې خلک بېلونه پر خپل وخت نه پرې کوي، کمه برېښنا لري.

په دغو سیمو کې بیا هغه کسان هم له نورو سره سوځي چې بېلونه پر خپل وخت پرې کوي.

په داسې سیمو کې د خلکو کورونه ۲۲-۲۲ ساعته په تیارو او ګرمیو کې ډوب وي.

د رپوټونو پر بنسټ د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، بنو، بډه‌بېره، متني، کوهاټ، هنګو، کرک او پخوانیو قبایلي سیمو کې برېښنا ډېره ځي.

په خیبرپښتونخوا کې د برېښنا پرچاوی سیاسي که تخنیکي اړخ لري؟

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د برېښنا ملي شبکې تر ټولو وروستۍ رپوت ښیي چې پښتونخوا د خسارې له درکه تر دریو نورو صوبو مخکې ده.

دا په دې مانا چې په دغه ایالت کې برېښنا ډېره غلا کېږي او دلته داسې خلک هم ډېر دي چې د برېښنا بېلونه نه پرې کوي.

د دغه رپوټ مالومات دا دي چې د انرژۍ ملي ادارې‌ ۲۰۲۲ - ۲۰۲۳ کال په خیبر پښتونخوا کې ۷۷ میلیارده روپۍ زیان لیدلی چې تر نورو صوبو لوړ دي.

د پاکستان د انرژۍ مرکزي وزیر احمد لغاري بي بي سي ته ویلي "وزارت یې اوس په دې اړه جدي ګامونه اخیستي او غواړي د یوه بې پرې سیاسي بورډ ګومارنې له لارې نظام ښه کړي."

نوموړی وايي د پرچاوۍ په اړه هم د حکومت تګلاره دا ده چې "چېرې د برېښنا غلا ډېره وي، هلته به برېښنا ډېره نه وي."

د هغه په ټکو د برېښنا غله یوازې په پښتونخوا کې نه بلکې په ټول هېواد کې شته او په کومو سیمو کې چې حکومت زیانمنېږي، هلته پرچاوي هم ډېره وي.