پاکستان کې د برېښنا پرچاوۍ عادي ژوند او کاروبار اغېزمن کړی

برېښنا

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان کې په ښارونو او کلیوالو سیمو کې په ساعتونو د برېښنا پرچاوۍ د خلکو عادي ژوند او کاروبار سخت اغېزمن کړی دی.

د دغه هېواد د برېښنا چارواکني وايي، که څه هم د برېښنا تولید ډېر شوی او د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي، خو د برېښنا غلا د برېښنا د کمښت او ضایع کېدو لامل ګرځي.

د پېښور صدر بازار کې د یخچال جوړوونکی وقار وايي،‌ برېښنا دوه ګړۍ وي او یوه نه وي، دوی ته مشتریان راځي خو دوی یې د توکو رغولو لپاره برېښنا نه لري. سږ کال د تېرو هغو پرتله برېښنا ډېره پرچاوېږي.

د برېښنا د پرچاوۍ له کبله د پښتونخوا په لویو او کوچنیو ښارونو کې احتجاجونه هم شوي. په ځینو سیمو کې معترضانو د برېښنا اړوندو ادارو پر دفترونو د بریدونو هڅه هم کړې ده.

دوی شکایت کوي که څه هم برېښنا په ساعتونو ساعتونو نه وي، خو د برېښنا بېلونه بیا هم زیات وي.

د فرهاد په نامه یو سړی وايي،‌ ټوله ورځ برېښنا نه وي، خو بېل یې مکمل راځي، اوس بېل دوه برابره ډېر راځي.

د برېښنا اړوند چارواکي وايي، په هېواد کې تر اړتیا ډېره برېښنا تولیدېږي، خو وايي ځینو ځایونو کې خلک برېښنا غلا کوي.

دوی وايي، "خیبر پښتونخوا کې د برېښنا ټوله تقاضا پوره کولی شي، خو دلته خلک بېل نه ورکوي، برېښنا غلا کوي، ځینو ځایونو کې دوی یوه روپۍ هم نه ورکوي".

پښتونخوا کې د برېښنا د کارکونکو د اتحادیې مشر حاجي محمد اقبال هم وايي په دې ایالت کې هم بجلي زیاته پیدا کېږي خو نوموړی د برېښنا د عملې کموالی او د حکومت لخوا د نا مسلکي کسانو په دنده ګومارل، په صوبه کې د پرچا لاملونه ګڼي.‌

"د لوډ‌شېډینګ لویه وجه دا ده چې موږ سره سټاف (کارمنان) نه شته، کومو ځایونو کې چې موږ ته ۴۰ کارمنان پکار وو، هلته یوازې درې – څلور تنه پاتې دي. موږ تل حکومت نه غوښتنه کوو چې موږ ته وسایل برابر کړئ".

د برېښنا د کنټرول لپاره حکومت وخت-ناوخت قانونونه هم جوړ کړي، خو په پوره توګه نه عملي‌ کېږي.