پاکستان کې اقتصادي کړکېچ؛ حکومت له خلکو غوښتي چې چای کم وڅښي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې له خلکو غوښتل شوي چې له خراب اقتصاد سره مرستې لپاره د چای څښلو اندازه راکمه کړي.
د پاکستان کابینه کې ارشد وزیر احسان اقبال ویلي د کم چای څښل پر دغه هېواد د وارداتو لوړ لګښت راکمولو کې مرسته کولی شي.
پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو جدي کمښت سره مخ دی او په اوسنيو ذخایر یې یوازې تر دوو میاشتو کمې مودې لپاره ټول اړتیا وړ واردات شوني دي.
پاکستان د نړۍ په کچه د چای تر ټولو ستر واردونکی دی او تېر کال یې له ۶۰۰ میلیونو ډېر ډالر د چایو په وارداتو لګولي دي.
د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې ښاغلي اقبال ویلي "له ولس غواړم چې د چای مصرف د ورځې یو دوه پیالې راکم کړي، ځکه موږ چای په پور واردوو."
هغه همدا راز وړاندیز کړی چې هټیوال او کاروباریان د برېښنا د سپما لپاره کولی شي چې پلورنځي د شپې پر لس نیمو بجو وتړي.
دا غوښتنې داسې مهال کېږي چې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې په چټکۍ د کمېدو په حال کې دي.
دې اقتصادي ربړې پر حکومت فشار ډېر کړی چې هېواد کې د پېسو پاتې کېدو او د وارداتو لوړ لګښت کمولو لپاره لارې چارې ولټوي.
پاکستان کې پر خواله رسنیو د کم چای څښلو په وړاندیز تاوده بحثونه روان دي، او ډېر دا پوښتنه رامخته کوي چې د کم چای څښتل دغه هېواد سره له ورپېښو مالي ستونزو وتلو کې څومره مرسته کولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د بهرنیو اسعارو د تبادلې زېرمې چې فبرورۍ کې شاوخوا ۱۶ میلیارد ډالرو ته رسېدې، د روانې جون میاشتې لومړۍ اوونۍ کې تر ۱۰ میلیارد ډالرو هم راکمې شوې، چې له دوو میاشتو هم کمې مودې لپاره د ټولو اړتیا وړ وارداتي توکو لګښت پوره کولی شي.
تېره میاشت کراچۍ کې چارواکو د لسګونو غیر ضروري لوکس توکو په وارداتو محدویت ولګاوه چې هېواد کې یې د پیسو ساتلو سره یې مرسته کړې وي.
له اوسني اقتصادي کړکېچ د پاکستان ایستل د شهباز شریف حکومت ته ستره ازموېنه ده.
هغه تېره اپرېل میاشت د قامي اسمبلۍ لخوا د مخکیني لومړي وزیر عمران خان له بېواکه کېدو وروسته د واک واګي لاس کې واخیستل.
ښاغلي شریف تر لوړې لنډ وخت وروسته د عمران خان حکومت تورن کړ چې ګواکې په ناسم مدیریت یې اقتصاد له پښو غورځولی او بېرته درول یې ستره ننګونه ده.
د هغه حکومت تېره اوونۍ د ۴۷ میلیارد ډالرو نوې بودیجه اعلان کړه او هڅه کوي چې له پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د ۶ میلیارد ډالرو پور ترلاسه کېدو درېدلی پروګرام بېرته پیل شي.
خو ای اېم اېف د دغو پیسو ورکړې ته ځینې شرطونه ایښي او د پاکستان مالي سیستم کې د وضاحت رامنځ ته کېدو غوښتنه کوي.










