د پاکستان اقتصاد؛ کلداره په ریکارډ کچه لوېدلې، خلک غنمو او تېلو ته اندېښمن دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان کې له روانو سیاسي ناندریو سره د دغه هېواد اقتصادي نظام هم کاواکه دی او روپۍ یې د ډالرو پر وړاندې خپل زور او ارزښت بایللی دی. د روانې اوونۍ له پیل راهیسې کلداره د تېرې اوونۍ پرتله لا مخ پر ځوړ روانه ده او یو امریکايي ډالر اوس ۱۹۴ بدلېږي. دا د پاکستان په تاریخ کې د کلدارې تر ټولو بایللی ارزښت ښيي.
تېره اوونۍ یو ډالر په ۱۹۲.۵۳ کلدارې بدلېده خو اوس ۱۹۴ بدلېږي، چې د تېرې جمعې پرتله ۱.۴۷ زیاتوالی ښيي.
په پاکستان کې د نوي حکومت له راتګ سره په ټوله کې د کلدارې پر وړاندې د ډالر بیه ۱۱.۷ روپۍ لوړه شوې ده. د کلدارې د ارزښت له ټيټېدو سره پر پاکستان د نړېوالو پور هم زیات شوی دی.
له تېرې اپرېل میاشتې له ۱۱ نېټې راهیسې پر دغه هېواد د بهرني پور کچه ۱۴۰۰ میلیارد کلدارو ته لوړه شوې ده.
د ونډو بازار شنوونکي وايي، د تېلي تولیداتو په بیو کې د سمون نه راوستلو له کبله د پيسو نړېوال صندوق سره د پاکستان خبرې بریالی نه ښکاري ځکه چې د تېلو نړېواله اداره پر دې برخې سبسایډي پای ته رسول غواړي.
د پاکستان د صرافیو ټولنې مشر ظرف پراچه د ډالر پر وړاندې د کلدارې د ټيټېدو په اړه وویل، "پر هېواد د بهرنیو پورونو د پرې کولو ډېر فشار دی، همدا راز د وارداتو د لګښت پرې کول او په قسطونو د پورونو پرې کول هم اغېز لري او بله خبره دا چې له بهره د ډالر راتګ هم درېدلی دی".
ښاغلی پراچه همدا راز وايي، چې پاکستان د پیسو نړېوال صندوق له لوري مرسته تر لاسه نشوه کړای او نه هم له سعودي عربستان او نورو هېوادونو سره د مالي مرستو د ترلاسه کولو په برخه کې کوم پرمختګ شوی چې د ده په خبره، د پاکستان اقتصادي وضعیت یې کاواکه کړی دی.
"غنم او وړه پوره کړئ"

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا پاکستان هم لکه د نړۍ د ځينو نورو هېوادونو د خوړو او په تېره بیا د غنمو له کمښت سره مخ دی.
لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد ټولو ایالتونو ته د غنمو د پېرلو سپارښتنه کړې وه او اوس قهرېدلی چې ولې ټاکل شویو موخو ته نه دي رسېدلي.
شهباز شریف ویلي، "په هېڅ ډول باید ملت له ستونزو سره مخ نشي، مرکزي حکومت به چې هر ډول کېږي، خلکو ته په کمه بیه د وړو ورکولو زمینه برابروي".
ښاغلي شریف د پاکستان ټولو ایالتونو ته سپارښتنه کړې چې تر راروانې جون میاشتې دې خپل ایالت ته د اړتیا وړ غنم پوره کړي.
پاکستاني چارواکي داسې مهال په کور دننه د غذايي خوندیتوب هڅه کوي چې د روسیې او اوکرايين په څېر د غلې لوی صادروونکي هېوادونه د جګړې له کبله صادرات نه کوي.
د پاکستان رقیب ګاونډي او د غنمو او وريژو بل لوی تولیدوونکي هېواد هند هم څو ورځې مخکې نړۍ ته د غنمو صادرول بند کړل.
"د تېلو او ګازو بیې به کنټرول وساتل شي"

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا د پاکستان مرکزي حکومت روانه میاشت اعلان وکړ چې په هېواد کې به د پيټرولیم تولیداتو بیې کنټرول وساتي.
د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي، حکومت د اوس لپاره داسې کومه اراده نه لري چې د تېلو او ګازو بیې دې لوړې کړي.
رسنیو سره په خبرو کې ښاغلي اسماعیل ویلي، لومړي وزیر شهباز شریف ته یې سلا ورکړې وه چې د تېلي تولیداتو بیې لوړې کړي خو هغه نه وه ورسره منلې.
د ده په خبره، لومړی وزیر نه غواړي په روان ناوړه اقتصادي وضعیت کې پر خلکو لا بوج ډېر شي.
خو د خزانې دغه وزیر ویلي چې ښايي په راتلونکو ورځو کې په دې کې بدلون راشي.










