پاکستان کې د سیاسي کړکېچ دوام؛ د کلدارې ارزښت د ریکارډ تر کچې پرېوتی

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د سیاسي ناندریو په دوام تازه د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري دغه هېواد کې د هغو کسانو پېژندلو لپاره د یوه کمېسیون جوړېدو وړاندیز کړی چې د نوموړي په وینا غیرقانوني ګامونه یې اخیستي دي.
هغه ادعا کړې چې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان خلاف د نه باور تر پروسې یوه شپه مخکې ورته ګواښ شوی و چې که عاجلو ټاکنو ته غاړه کېنږدي، پوځي قانون به حاکم شي.
بلاول بوټو چې د پاکستان پیلپز ګوند مشر هم دی، وايي خبرداری ورته د مخکیني حکومت د یوه وزیر د ملګري په وسیله ورسېدلی و.
هغه د تېر حکومت پر مهال پاکستان کې د فساد او ترڅنګ یې د اقتصادي ستونزو د پراخېدو تور هم پورې کړی دی.
بلاول بوټو دا څرګندنې داسې مهال کړي چې تازه مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اپرېل پر اوومه د قامي اسمبلۍ مرستیال "قاسم سوري" د حکم خلاف د سترې محکمې پر پرېکړه بیاکتنه غوښتې.
دې غوښتنپاڼه کې راغلي چې محکمه د پارلماني پرېکړو د جاجولو صلاحیت نه لري.

عمران خان ویلي د قامي اسمبلۍ مرستیال هغه مهال ځکه د ده خلاف د "نه باور رایې" پروسه لغوه کړې وه چې د ملي امنیت کمېټې پاکستان ته د امریکا لخوا له خبرداري د ډک لیک د استول کېدو تصدیق کړی و.
خو د سترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بندیال بیا په دې تړاو د خپلې پرېکړې ننګه کړې او هغه یې قانوني بللې.
عمران خان خپلو پلویانو ته ویلي چې د روانې مې میاشتې وروستیو کې د اسلام اباد پر لور میلیوني لاریون ته چمتووالی ونیسي.
له دې سره هممهاله لاهور کې د یوې ځانګړې محکمې قاضي اعجاز حسن اعوان وايي چې راتلونکې اوونۍ به د دغه هېواد پر لومړي وزیر شهباز شریف د پیسو سپینولو رسمي تور ولګول شي.
هغه حکم کړی چې شهباز شریف او نور تورن دې د مې پر ۱۴مه محکمې ته حاضر شي.
هغه د لومړي وزیر له وکیل غوښتي چې خپله دفاعيه چمتو کړي.

د عکس سرچینه، PMLN
پاکستان کې دغو سیاسي ناندریو داسې مهال دوام موندلی چې له سخت اقتصادي کړکېچ سره هم مخ دی.
تازه په دې لړ کې د ډالر پر وړاندې د کلدارې ارزښت د ریکارډ تر کچې پرېوتی.
د پنجشنبې پر سهار پاکستان کې یو ډالر ان تر ۱۹۱ کلدارو ورسېد.
دا د پاکستان تاریخ کې لومړی ځل دی چې د پیسو ارزښت یې د ډالرو مقابل کې دومره پرېوځي.
صرافان د ډالر پر وړاندې د کلدارې ارزښت د پرېوتلو په اړه وايي پر پاکستان د بهرنیو پورونو د پرې کولو فشار ډېر دی او له بهره د ډالر ورتګ هم درېدلی دی.























