ای اېم اېف: پاکستان نوې بودیجه کې اضافي ګامونو ته اړتیا لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د پیسو نړیوال صندوق یا ای اېم اېف ویلي د دوی پروګرامونو سره د پاکستان نوې بودیجه همغږه کولو لپاره اضافه ګامونو ته اړتیا ده.
اسلام اباد کې د ای اېم اېف استازي "ایسټر پیریز روېز" رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي دا د دوی لومړنی اټکل دی.
تر دې وړاندې د پاکستان مالیې وزیر مفتاح اسماعیل هم رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې منلې وه چې د پیسو نړیوال صندوق د پاکستان د حکومت لخوا د بودیجې په وړاندې شوې مسوده ځینې ملحوظات لري.
خو هغه زیاته کړې وه چې اسلام اباد خپله بودېجه کې ادلون بدلون ته چمتو دی.
اوس د ای اېم اېف استازي ویلي چې پاکستاني چارواکو سره د ځینو عایداتو او لګښتونو په تړاو د ډېر وضاحت لپاره خبرې روانې دي.
هغه زیاته کړې چې دغه مالي اداره پاکستان کې د اقتصادي ثبات لپاره د پالیسیو تطبیق کې همکارۍ ته چمتو ده.
پاکستان له ای اېم اېف سره د شپږ میلیارد ډالرو پور پر یوه پروګرام بوخت دی، خو د ۹۰۰ میلیونو ډالرو راتلونکی قسط یې د ای اېم اېف د ځینو اندېښنو له کبله ځنډېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد له سخت اقتصادي حالته تېرېدونکی دی او ګراني پکې د پام وړ اضافه شوې ده.
اقتصادپوهان وايي تر هغه چې د پيسو نړيوال صندوق د مرستې لاس نه وي ورغځولی او پاکستان ته نور پور ور نه کړي، دغه هېواد کې اوسنی کړکېچن اقتصادي حالت به يې ښه نشي.
پاکستان کې د دوشنبې پر ورځ د یوه ډالر بیه پر ۲۰۳ کلدارو واوښته او دا د دغه هېواد تاریخ کې لومړی ځل شو چې پیسې یې د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت دومره بایلي.
له دې سره پاکستان کې له وړو او غوړیو رانیولې تر تېلو او برېښنا د ژوند د لومړنیو اړتیا وړ توکو بیې لوړې شوې چې غبرګون کې یې خلکو لاریونونه هم کړي.
د عمران خان توندې نیوکې

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان دغه هېواد کې ګرانۍ او بیو لوړېدو ته په اشارې یو ځل بیا د شهباز شریف پر حکومت توندې نیوکې کړې.
هغه اسلام اباد کې د کروندګرو یوې غونډې ته خبرو کې ویلي هند چې د امریکا متحد دی، له روسیې تېل پېري، خو پاکستان کې د ده په وینا د امریکا واکمن غلامان د دغه کار جرات نه لري.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر وویل پر پاکستان وارداتي حکومت واکمن شوی، چې هر څه ورسره ګران شوي دي.
هغه وویل اوسنی حکومت د خلکو د سوکالۍ لپاره نه دی راوستل شوی، بلکې د دې لپاره واک ته رسول شوی چې واشنګټن څه امر کوي، دوی یې ومني.
نوموړي وویل د ده حکومت له روسیې سره د تېلو پېرلو خبره کړې وه.
عمران خان چې د پاکستان قامي اسمبلۍ لخوا د لومړي وزارت له څوکۍ کوښه او بېواکه شوی، ادعا کوي چې امریکا یې واک کې د پاتې کېدو مخالفه وه او ګوندې د پاکستان له اوسنیو مشرانو سره یې د ده د پرځولو دسیسه جوړه او عملي کړه.
خو د شهباز شریف اوسني حکومت او واشنګټن په وار وار د هغه دا ادعا رد کړې ده.
د پخواني لومړی وزير عمران خان د حکومت نسکورېدو يو تر ټولو لوی لامل هم همدا بلل کېده چې د هېواد اقتصادي حالت ښه نه دی او ګراني ورځ تر بلې زياتېږي.
اوسنی واکمن ګوند د پخواني لومړي وزير عمران خان تېر حکومت د ګرانۍ لامل بولي او تور پورې کوي چې د دوی د نااهلۍ له امله پاکستان دې ځای ته را رسېدلی دی.
خو د پخواني حکومت سياستوال بيا پر اوسني حکومت ورته تور پورې کوي.








