د پاکستان پوځ د عزم استحکام عملیات له مخالفتونو سره د خپل هېواد ثبات لپاره 'مهم' بللي

پاکستان

د عکس سرچینه، ISPR

د پاکستان پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منير په مشرۍ د جګپوړو پوځي چارواکو غونډه کې د "عزم استحکام" په نوم د نویو پلان شویو پوځي عملياتو په تړاو پر نيوکو اندېښنه ښودل شوې ده.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) لخوا يوه خپاره شوي بیان کې راغلي، چې په دې غونډه کې د سيمه ييز امنيت او په ځانګړې توګه د افغانستان پر وضعيت هم خبرې شوې دي.

د ای‌اېس‌پي‌ار خبرپاڼه کې راغلي، دا د جنرال عاصم منير په مشرۍ د پوځ د لوړې کچې مشرانو ۲۶۵مه غونډه وه. د دې غونډې ګډونوالو ويلي، چې عزم استحکام پوځي عملیات د هېواد ثبات او اقتصاي ټېکاو لپاره مهم دي.

دوی د امن او ثبات لپاره د پاکستان د پوځ، نورو امنيتي ادارو او عامو خلکو "قرباني" ستايلې ده.

خبرپاڼه زياتوی، د غونډې ګډونوالو د هېواد د سلامتيا جاج اخیستی او د عزم استحکام عملیاتو پر بېلابېلو اړخونو یې بحثونه کړي دي.

دوی دغه عملیات پاکستان کې د ترهګرۍ او ناقانونه کړنو د مخنيوي تګلارې د یوه مهم ګام په توګه د وخت اړتیا بللې ده.

په غونډه کې ويل شوي چې پوځي مشران ولس ته پر ور پېښو ننګونو ښه خبر دي‌ او دا چې د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې به د ولس په مرسته د يوه تل پاتې حل لپاره هڅې جارې ساتل کېږي.

جګپوړو پوځي چارواکو د سياسي موخه لپاره روانه 'ډيجیټل ترهګري' د پاکستان د ادارو خلاف يوه دسيسه بللې.

ای‌اېس‌پي‌ار وايي، د بهرنیو قوتونو په مرسته د دې روانې ډيجیټل ترهګرۍ موخه دا ده چې د درواغو، جعلي خبرونو او منفي تبلیغاتو له لارې په ولس کې مايوسي خپره کړي.

"که افغانستان سره اړیکي ښه نه شي، د ټي‌ټي‌پي ستونز نه هوارېږي"

Imran Khan

د عکس سرچینه، FACEBOOK/IMRAN KHAN

جنرل عاصم منير دې غونډې ته ویلي، چې د پاکستان پوځ هر وخت د داخلي او بهرنیو ننګونو ناکامه کولو لپاره چمتو دی.

هممهاله د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د اوسني حکومت لخوا د عزم استحکام عملیاتو په تړاو خبرو لپاره په رابلل شوي "ټول ګونديز کانفرانس" کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

عمران خان په اډياله زندان کي خبريالانو ته ويلي. عزم استحکام يوه ملي موضوع ده او د هېواد لپاره یې په دغه کانفرنس کې د ګډون پرېکړه کړې.

د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر ويلي، له افغانستان سره چې اړيکي ښه نه شي، د 'تحريک طالبان پاکستان' یا ټي‌ټي‌پي ستونزه نشي هوارېدلی.

هغه ویلي "تر هغې چې افغان حکومت [د طالبانو حکومت] همکاري ونه کړي، پر ۲۵۰۰ کیلومتره اوږده پوله جګړه ګټل ناممکن دي."

د طالبانو حکومت له هغې راهیسې پر افغانستان واکمن شوي، د پاکستان د حکومت او پاکستاني‌ طالبانو تحریک ترمنځ‌ په کابل کې د خبرو منځګړتوب هم کړی، خو کومې له کومې پایلې پرته خبرې پای ته ورسېدې.‌

پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي‌ چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې په کستان کې بریدونه همغږي کوي- داسې څه چې طالب چارواکي‌ یې په کلکه ردوي.

د عزم استحکام عملیاتو پرېکړه تېره میاشت د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا په اپېکس کمېټه او وروسته د کابينه په غونډه کې وشوه.

Pakistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د عزم استحکام عملیاتو پرېکړه تېره میاشت د مرکزي حکومت لخوا په اپېکس کميټه کې وشوه

خو د پاکستان په اوسني ايتلافي حکومت کې له شاملو ګوندونو پرته نورو ډېرو سياسي ګوندونو او څېرو د دغو پوځي عملیاتو د پرېکړې مخالفت وکړ.

سياسي ګوندونو له حکومت غوښتي چې پراخ پوځي عملیات هېوادنۍ موضوع ده او په پارلمان کې باید خبرې پرې وشي.

د خيبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د عزم استحکام عملياتو پر ضد احتجاجونه هم شوي دي.