پاکستان تحریک انصاف ګوند د شېر افضل مروت غړیتوب 'لغو' کړی

پر شیرافضل مروت مخکې هم د ناندریزو څرګندونو له کبله د ځینو حلقو له لوري نیوکې شوې او ځینو بیا دده څرګندونې د ده 'شخصي نظر' بللی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر شیرافضل مروت مخکې هم د ناندریزو څرګندونو له کبله د ځینو حلقو له لوري نیوکې شوې او ځینو بیا دده څرګندونې د ده 'شخصي نظر' بللی.

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند له لوري د دې ګوند یوه غړي شېر افضل مروت ګوندي غړیتوب لغو کېدو له کبله په دې ګوند کې دننه بحثونه راپورته شوي او داسې ښکاري چې په ګوندي حلقو کې په دې هکله د نظر اختلاف په ډېرېدو دی.

د شېر افضل مروت ګوندي غړیتوب لغو کېدو په تړاو لومړی ځل پرون شنبه د تحریک انصاف ګوند ځینو مشرانو له لوري پر خواله رسنۍ وټس اپ اعلان وشو. وروسته د ګوند له اېکس پاڼې هم دا اعلامیه تائید شوه، خو داسې ښکاري، چې اوس هم په ګوند کې دننه په دې هکله ګونګتیا شته.

د یادونې ده، چې شیر افضل مروت د تحریک انصاف له مهمو مشرانو یو و او د ګوند مشر عمران خان د مدافع وکیلانو ډلې یو غړی هم پاتې شوی.

شیر افضل مروت په ۲۰۱۷ کال کې د پي ټي ای غړیتوب ترلاسه کړ، د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې یې په لکي مروت سیمه کې د ګوند کاندیدانو په کمپاین کې فعاله برخه درلوده، خو تر هغه مهاله په ګوند کې کوم مهم رول نه و ورکړل شوی.

د پي ټي ای په اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، چې ښاغلي مروت ته څو ځله خبرداری ورکړل شوی، خو هغه بیا، بیا داسې څرګندونې کوي، چې د ګوند له پالیسۍ سره په ټکر کې دي.

په تحریک انصاف کې دننه په دې هکله د نظر اختلاف هغه مهال لا زیات ښکاره شو، چې د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي بېرسټر ګوهر د شېر افضل مروت د ګوندي غړیتوب لغو کېدو اعلامیه ''جعلي'' وبلله.

په ورته مهال د یاد ګوند مدافع وکیل نعیم پنجوته رسنیو ته وویل، ''د ګوند له لوري خپره شوې اعلامیه او د شېر افضل مروت د غړیتوب لغو کېدو رپوټونه سم دي.''

د شېر افضل مروت غبرګون

د دې تر څنګ خپله عمران خان لا په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

ښاغلی خان چې پرون محکمې ته وړاندې شوی و یوه خبریال ترې د شېر افضل مروت د ګوندي غړیتوب په اړه پوښتنه وکړه خو هغه ورته په ځواب کې وویل چې "په دې اړه به بیا وروسته وغږېږي.

له دې لږ وروسته خپله شېرافضل مروت پر خواله رسنۍ ایکس یوه پیغام کې په دې هکله وویل، د ګوند د پرېکړې درناوی کوي، خو نوموړي په همدې پیغام کې زیاته کړي چې د ګوند موسس ''عمران خان عسکر و او تل به یې عسکر وي.''

د یادونې ده، چې نژدې یو کال کېږي چې د تحریک انصاف ګوند موسس او مشر عمران خان د بېلابېلو تورونو له کبله په زندان کې دی، د ګوند اډانه یې اغېزمنه شوې او په ګوند کې دننه د ډلو، ټپلو جوړېدو خبرونه هم مخې ته راغلي دي.