پاکستان کې د تحریک انصاف، جماعت اسلامي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ پراخ اعتراضي لاریونونه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګوندونو لخوا د اعتراضي لاریونونو له اعلان وروسته نن (جمعه) پلازمېنه اسلام اباد کې یو شمېر لارې او واټونه تړل شوي او مهمه سفارتي سیمه (رېډ زون) کې هم امنیتي تدبیرونه زیات شوي دي.
د رپوټونو له مخې د فیض آباد سیمې پر پله کانټینر اېښودل شوي، چې اسلام آباد ته تلونکې لارې ورسره بندې شوې دي.
په ورته مهال د مري تفریحي سیمې له لوري ورتلونکې لویې لارې په اوږدو کې بیا ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
د پاکستان پلازمېنې ته د پېښور له لوري ورتلونکې لویه لار هم د (لینک سړک) تر څنګ پر لویو کانټینرو بنده شوې ده.
نن جمعه اسلام اباد ته تلونکی موټر هم ځای، ځای تالاشي کېدل او بیا ورته د تګ اجازه ورکول کېده.
بل لور د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاریونونو له پیل سره هممهاله د خپلو مشرانو د نېول کېدو ادعا کړې.
تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې د جمعې پر ورځ یې د هېواد په کچه د پراخو لاریونونو له اعلان وروسته زیات شمېر مشران نېول شوي دي.
له دې مخکې د دغه ګوند فعالانو د خپل ګوند مشر عمران خان د خلاصون په موخه نن په ټول هېواد کې د اعتراضیه مظاهرو اعلان کړی و.

د عکس سرچینه، SPECIAL BRANCH POLICE
د دغه ګوند ځینو مرکزي غړو روانه اونۍ اسلام آباد کې د نه خوړلو پر اعتصاب هم لاس پورې کړی دی.
په ورته مهال د اسلام آباد پولیسو ویلي چې د ممکنه امنیتي ګواښونو له منځه وړلو لپاره یې اسلام آباد کې د قانون ۱۴۴مه ماده پلې کړې. د قانون دې مادې له مخې پولیس د ډېرو کسانو له راټولېدو مخنیوی کوي.
د تحریک انصاف ګوند ټولنیزو پاڼو لخوا خپرېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې ځای، ځای خلک د عمران خان د خوشي کېدو غوښتنې تر څنګ په هېواد کې د سختې ګرانۍ خلاف شعارونه ورکوي.
وزیرستان کې د (امن) پاڅون

د عکس سرچینه، Zakim Khan Wazir
د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد او شاوخوا نورو سیمو کې د روانو اعتراضونو سره هممهاله په سویلي وزیرستان کې یو زیات شمېر خلک د امن غوښتنې لپاره راوتلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو ویلي: "ټول پښتانه پخپله خاوره سوله غواړي" او د همدې غږ بدرګې په موخه نن د وزیرستان واڼه سیمه کې زرګونه خلک راوتلي.
له دغې ځایه په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې زرګونه خلک له سپینو بیرغونو سره چې د (امن) کلمه پرې لېکل شوې راوتلي دي.
د امن دغه پاڅون ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې مشرانو ویناوې هم کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پښتونخوا د بېلابېلو سیمو اوسیدونکي په پرلپسې ډول پخپلو سیمو کې د امن غوښتنې په پار لاریونونه او ناستې کوي.
دوی د پاکستان امنیتي ادارې پخپلو سیمو کې "د ترهګرۍ په خپرولو تورنوي."
پاکستان بیا ویلي چې د ترهګرۍ خلاف د عزم استحکام په نامه یې مهم پلان چمتو کړی او هڅه کوي چې له ټولو ممکنه لارو یې پر وړاندې مبارزه وشي.
دغې عملیاتو هم پاکستان په ځانګړي ډول پښتون مېشتو سیمو کې پراخې نېوکې پارولې دي.








