اسرائیلو په غزه کې د ګوزڼ ضد واکسین لپاره درې ورځې جګړه کې وقفه منلې

د عکس سرچینه، AFP
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) مسوولین وايي، اسرائیل په غزه کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین درې ورځني کمپاین پر مهال په جګړې کې وقفه تائید کړې ده.
د ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، اسرائیل منلې چې په دې دریو ورځو کې به د ګهیځ له شپږو تر ماسپښین درې بجې پورې په جګړه کې وقفه کوي.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ په غزه کې پر ګوزڼ د لسو میاشتو یوې ماشومې اخته کېدو رپوټونه ورکړل شول. دا له ۲۵ کلونو وروسته په غزه کې د پولیو لومړنۍ پېښه ده، چې ثبت شوه.
ملګري ملتونه وايي، د غزې ۶۴۰ زره اوسېدونکو ماشومانو ته باید د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي. د ملګرو ملتونو روغتیا نړیواله اداره وايي، په غزه کې به د سپتمبر له لومړۍ نېټې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شي او د دې کمپاین په ترڅ کې به غزه کې جګړه نه کېږي.
مسوولین وايي، د غزې ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین ''د فلسطین عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او یواینراوا ادارو په همکارۍ ورکول کېږي.'' د دې کمپاین لپاره له دوه زره ډېرو روغتیايي کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.
بل لور د فلسطینیانو حماس ډلې هم د ګوزڼ ضد واکسین لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د اوربند غوښتنې هرکلی کړی.
د حماس یوه چارواکي باسم نعیم له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې په دې هکله وویل: ''موږ د دې پروګرام علمي کولو برخه کې له ملګرو ملتونو سره همکارۍ ته چمتو یو، چې د غزې له ۶۵۰ زره ډېر ماشومان ترې ګټه واخلي او خوندي شي.''
درې پړاونه
د ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، په درې ځانګړو پړاونو کې به د غزې تړانګې په مرکزي، سویلي او شمالي برخو کې ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.
د ډبلیو ایچ او مسوولین غواړي د ټولې سیمې لږ تر لږه نوې سلنې برخې ته واکسین ورسېږي، چې په غزه کې د ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره مهمه ده.
په ماشومانو کې د ګوزڼ ویروس خورا په چټکۍ سره خپرېدای شی او تر ډېره بریده یې د ککړو اوبو له لارې د خپرېدو احتمال وي.
ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې تر ډېره پرې له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کېږي، معمولا معلول کېږي او په ځینو قضیو کې د ماشومانو د مړینې لامل هم کېدای شي.











