غزه کې د اوربند مذاکرات: مهم خنډونه پکې څه دي؟

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

غزه کې د اسرائیلي ځواکونو پاتې کېدل او د فلسطیني بندیانو پرېښودل هغه دوې مسئلې دي چې د اوربند په تړاو روانو خبرو کې د خنډ په توګه په ګوته شوې.

رویټرز خبري آژانس د دریو لوېدیځوالو ديپلوماتانو او د حماس غورځنګ د دوو غړو له قوله ویلي، د توپیرونو اصلي سرچینه هغه غوښتنې دي چې تېره مې میاشت کې د امریکا لخوا د اوربند چمتو شوي وړاندیز ته د حماس له هوکړې وروسته اسرائیلو د مرکچیانو مخې ته اېښې.

د دغو سرچینو په وینا د حماس لویه اندېښنه د اسرائیل د وروستۍ غوښتنې په اړه ده چې وايي ځواکونه یې باید د نتزاریم په دهلیز کې پاتې وي.

دا د غزې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ یو تړانګه ده چې اسرائیل د روانې شخړې په ترڅ کې له وګړو تشه کړې.

هلته د اسرائیلي ځواکونو له شتون سره به د غزې د شمال او سویل ترمنځ د فلسطینیانو ازاد تګ راتګ لپاره خنډ جوړ شي.

اسرائیلي چارواکي همداراز د غزې پر څنډه پرته تراډه کې چې د فېلاډلفیا دهلیز په نامه پېژندل کېږي د خپلو ځواکونو د حضور د دوام غوښتونکی دي.

په فېلاډلفیا کې د خپلو ځواکونو له ساتلو سره به اسرائیل له مصر سره د غزې د پولې ولکه په لاس کې ولري.

حماس داسې انګېري چې ګواکې اسرائیل به په وروستۍ شېبې کې د خبرو شرطونه او چوکاټ بدل کړي.

حماس چارواکو همداراز ویلي چې اسرائیلو د شاوخوا سلو فلسطیني بندیانو چې نوملړ یې ورسپارل شوی د نه پرېښودو هوډ کړی.

نتنیاهو

د عکس سرچینه، Getty Images

منځګړي په قاهره کې د خبرو د بل پړاو لپاره سره راغونډ شوي، خو د شخړې د دوه اصلي غاړو دریځونه لا هم له یوه بله ډېر لېرې ښکاري.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي حماس د قاهرې په خبرو کې ګډون نه دی کړی، خو د اوربند داسې هوکړه غواړي، چې پایله کې یې اسرائیلي ځواکونه په غزه کې نه وي.

ایا منځګړي به د دواړو غاړو د دریځونو په نژدې کولو وتوانېږي؟ هغه پوښتنه ده چې اوس لپاره یې ظاهرا چا سره ځواب نشته.