په غزه کې د اوربند خبرې؛ بلېنکن وايي، دا ښايي د یرغمل شوو د خلاصون "وروستی فرصت" وي

فلسطين

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي چې ښايي همدا په غزه کې د اوربند رامنځ‌ته کولو او د یرغمل شوو کسانو د خوشې کولو تر "ټولو غوره او وروستی فرصت" وي.

ښاغلي بلېنکن دا څرګندونې نن دوشنبې له اسرائيلي ولسمشر اسحاق هرزوګ سره د کتنې پر مهال کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو دغه وزیر په تېر اکتوبر میاشت کې په غزه کې له پیل شوې جګړې راهیسې د نهم ځل لپاره اسرائيل ته تللی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی نن د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو او له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او له هغه وروسته به د سې شبنې په ورځ مصر ته سفر وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په غزه کې د اوربند او په جګړه کې د دواړو ښکېلو لورو تر منځ د فاصلې راکمولو هیله ښودلې ده.

بلېنکن

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا او سرائیل دواړو تېره اوونۍ په دوحه کې د مذاکراتو له بیا پيلېدو وروسته د یوه احتمالي جوړجاړي په اړه خوشبیني څرګنده کړې خو حماس وايي چې په دغو خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

ویل کېږي‌ چې د دواړو لورو تر منځ په اختلافونو کې یو دا هم دی چې حماس ټينګار کوي چې اسرائيلي ځواکونه به په بشيړ ډول له غزې تړانګې وځي.

د حماس یوې سرچینې د سعودي عربستان رسنیو ته ویلي چې په وړاندیزونو کې یې دا شرط هم شامل دی چې د فیلادلفیا دهلېز په اوږدو کې به د اسرائيلي پوځیانو شتون کمېږي.

دا د غزې په جنوب کې له مصر سره پر پوله یو نری دهلېز دی.

خو اسرائيلي سرچینو 'ټایمز اف اسرائيل' خبري اژانس ته ویلي‌ چې ښايي اسرائیلي ځواکونه د هوکړې د لومړي پړاو په ترڅ کې د پولې له اوږدو په شا کېدو ته زړه ښه کړي.

اسرائیلي ځواکونو د روان میلادي کال د اکتوبر پر اوومه پر دوی تر ناڅاپي برید وروسته دحماس پر ضد پراخ عملیات پيل کړل چې تر اوسه پکې شاوخوا ۱۲ سوه کسان وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل نیول شوي دي.

د حماس له لوري اداره کېدونکی د عامې روغتیا وزارت وايي چې له هغه راهیسې په دې جګړه کې په غزه کې ۴۰ زره فلسطينیان وژل شوي دي.

د یادولو ده چې په تېره نومبر میاشت کې یو اوونیز اوربند وشو چې حماس ۱۰۵ او په بدل کې یې اسرئيل ۲۴۰ یرغمل شوي کسان خوشي کړل.

اسرائيل وايي‌ چې لا هم د دوی ۱۱۱ یرغمل کسان له حماس سره دي چې ښکاري له ډلې یې ۳۹ تنه وژل شوي دي.

خو د اوربند او جوړجاړي لپاره د هڅو تر څنګ له غزې لا هم د جګړې او تازه بریدونو خبرونه ورکړل شوي.

د حماس د عامې روغتیا وزارت وايي، نن یکشنبې د اسرائيل د هوايي بریدونو په ترڅ کې په غزه کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي دي.

خو اسرائيلي ځواکونو بیا نن ویلي چې هغه راکټ توغوونکي وسلې یې له منځه وړې دي چې د غزې له خان یونسه پر اسرئيل د بریدونو لپاره کارول کېدې.