جو بایډن: موږ "تر بل هر وخت" ډېر غزه کې اوربند ته نږدې شوي یو

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په غزه کې د اوربند په تړاو د مذاکراتو ټولو خواو ته خبرداری ورکړی، چې د سولې هڅې دې نه کمزورې کوي.
هغه په دوحه کې د دغو خبرو اترو له تازه پړاو وروسته ویلي چې موږ "تر بل هر وخت" ډېر اوربند ته نږدې شوي یو.
ښاغلي بایډن زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیل ته استوي چې یوې "پایلې ته د دې هوکړې رسولو لپاره سختو هڅو" ته دوام ورکړي.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې هېواد یې له مصر او قطر سره په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، داسې وړاندیز یې برابر کړی چې د حماس او اسرائیل ترمنځ په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په تړاو واټن راکموي.
دوی زیاته کړې چې دغه وړاندیز د هغې طرحې له اصولو سره ورته دی، چې ښاغلي بایډن د می میاشتې پر ۳۱مه وړاندې کړې وه.
هغه دولتونه چې په کلکه هڅه کوي د غزې جګړه په یوه تمام عیاره سیمه ییزه شخړه وانه وړي، د دوحې په خبرو کې د پرمختګ هره څرک مهم بولي.
قطر کې د خبرو دا نوې لړۍ پنجشنبه د حماس له ګډون پرته پیل شوه او منځګړو یې د جمعې پر ورځ په ګډ بیان کې اعلان وکړ چې "خبرې اترې په جدي، رغنده او مثبته فضا کې ترسره شوې."
تمه کېږي چې تخنیکي ډلې په قاهره کې د جګپوړو چارواکو له بیا راغونډېدو مخکې، په راتلونکو ورځو کې د وړاندیز شویو شرایطو د عملي کېدو د څرنګوالي پر جزییاتو کار ته دوام ورکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي بایډن ویلي، د قطر او مصر له مشرانو سره جلا جلا غږېدلی او دا چې هغوی په "کلکه" د نوي وړاندیز "ملاتړ" کړی دی.
هغه همدا راز وویل، ښاغلی بلېنکن د دې لپاره منځني ختیځ ته استوي چې د اسرائیل امنیت لپاره د ده پر 'اوسپنیز ملاتړ' او پر دې موضوع ټینګار وکړي: "دا چې د یوه جامع اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون هوکړې یو څرک اوس لګېدلی، نو په سیمه کې هېڅوک باید داسې ګام وانخلي چې دا پروسه کمزورې کړي."
د امریکا ولسمشر د اوربند هوکړې ته تر بل هر وخت د ډېر نږدې کېدو خبر داسې مهال ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند 'جان کربي' بیا ویلي، چې "تر اوسه ډېر کارونه لا پاتې دي چې باید ترسره شي."
ښاغلي بلېنکن هم په امریکا کې خبریالانو ته ویلي چې دی اوس یوې هوکړې ته تر بل هر وخت ډېر هیلهمن دی.
خو هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې یو بالقوه اوربند به څه وخت پیل شي، وویل "باید صبر وکړو او وګورو."

د عکس سرچینه، Reuters
دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا ولسمشر یوې هوکړې ته د نږدې کېدو خبره کوي.
ټول هغه ته په ورته نظر هم نه دي.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي چې د دوحې په وروستي پړاو مذاکراتو کې یې برخه نه درلوده، خو له مصري او قطري چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې و، بيبيسي ته ویلي "پر څه چې د غورځنګ مشرتابه نن په دوحه کې د اوربند خبرو د پایلو په تړاو خبر شوی دا دی چې د هغه څه اجرايي ژمنه پکې نه ده شامله چې موږ پرې د جولای پر دویمه هوکړه کړې وه."
د اسرائیل ولسمشر بنیامین نتنیاهو ویلي، دی د دغو هڅو چې حماس د یرغمل شویو کسانو ازادۍ لپاره یوه جوجاړيته هڅوي، هرکلی کوي.
هغه زیاته کړې "د اسرائیل بنسټیز اصول امریکا او منځګړو ته ښه مالوم دي، او سرائیل هیله من دي چې د دوی فشار به حماس د می د ۲۷مې شرطونو د منلو پر خوا بوځي، چې د هوکړې او د جزییاتو د عملي کېدو امکان موجود وي.











