جو بايډن وايي غزه کې اوربند ته "هيله من" دی خو حماس دا د منځګريو "وهم" بللی

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر جوبايډن په غزه کې د اوربند لپاره هيله مندي څرګنده کړه، حماس په دغو مذاکراتو کې پرمختګ رد کړی دی.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې له تازه مذاکراتو وروسته د امريکا ولسمشر جو بايډن اعلان وکړ چې "تر بل هر وخت اوس اوربند ته نژدي شوي" دي.

خو د حماس يوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، چې په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی او منځګړي يې رسنيو ته "وهم" وړاندې کوي.

د شنبې په ورځ، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ويلي وو چې اسرائیلي مذاکره کوونکو يو هوکړې ته د رسېدو په اړه "محتاطه هيله مندي ښودلې ده."

په غزه کې د اوربند لپاره د خبرو بهير په داسې حال کې روان دی چې د راپورونه له مخې نن د اګست پر ۱۷ نېټه د لبنان حزب الله ډلې او اسرائيلو تر منځ د ډزو تبادلې خبرونه ورکړل شوي دي.

د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو له بريد وروسته، حزب الله ډلې هم د اسرائيلو په شمالي سيمو لسګونه توغندي توغولي دي.

د لبنان د روغتیا وزیر بي بي سي ته ويلي، د اسرائیلو برید هغه ودانۍ بشپړه ویجاړه کړې چې سوریايي کډوال پکې استوګن وو.

خو اسرائیل وايي، د دوی د برید موخه د حزب الله ډلې د وسلو یو زېرمتون و.

د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه لا پسې زیات شو، چې اسرائیلو د دغه ډلې یو جګپوړی قومندان په بیروت کې وواژه.

بل لور ته له غزې راپورونه وايي، د اسرائیلو په یوه تازه برید کې پنځلس کسان وژل شوي دي.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرئيلو پوځ وروسته له هغه په غزه کې د حماس ډلې پر وړاندې عمليات پيل کړل چې د تېر کال اکټوبر پر اوومه نېټه پر اسرائیلو د حماس بريد کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه نور يې يرغمل ونيول.

د حماس د روغتيا وزارت وايي له هغه راهيسې چې په غزه کې د اسرائيلو له خوا پوځي عمليات پيل شوي له ۴۰ زره ډېر فلسطيني وکړي وژل شوي دي.

د تېر کال په نومبر مياشت کې د يوې اوونۍ اوربند هوکړه وشوه چې په ترڅ کې يې حماس ۱۰۵ اسرائیلي يرغمل خوشي کړل او د اسرائيلو له زندانونو ۲۴۰ فلسطيني بنديان خلاص شول. اسرائیل وايي ۱۱۱ تنه لا هم يرغمل دي او داسې ښکاري چې ۳۹ تنه مړه شوي.

په یوه تازه ګډ بیان کې امریکا، قطر او مصر ویلي چې دوی د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون لپاره يو تړون وړاندې کړی چې په وينا يې دا به د اسرائیلو او حماس تر منځ واټن کم کړي.

اسرائيل بيا وایي د اوربند تړون لپاره بايد ټول يرغمل خوشي شي.

په غزه کې د یرغمل شویو کسانو خپلوان اوسنۍ خبرې اترې د هغوی د خوشي کولو "وروستي چانس" بولي.