د لبنان حزب الله ډلې د اسرائیلو پر شمالي سیمو توغندي توغولي

د عکس سرچینه، Getty Images
د لبنان حزب الله ډلې د اسرائیلو پر شمالي سیمو د لسګونه توغندیو ګوزارونه کړي دي.
تر اوسه يې د مرګ ژوبلې رپوټونه نه دي ورکړل شوي.
دغه برید وروسته له هغه شوی، چې د لبنان سویلي نباتیه ښار پر یوې ودانۍ د اسرائیلو هوايي برید کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوی دي.
د لبنان د روغتیا وزیر فیراس ابیاد بي بي سي ته وویل د اسرائیلو برید هغه ودانۍ بشپړه ویجاړه کړې چې سوریايي کډوال پکې استوګن و.
خو اسرائیلو ویلي، چې د دوی د برید هدف د حزب الله ډلې د وسلو یوه ډيپو وه.
د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ کړکیچ وروسته له هغه لا زیات شو، چې اسرائیل ددغه ډلې یو جګپوړی قومندان فواد شکر په بیروت کې وواژه.
بل لور ته له غزې راپورونه وايي، د اسرائیلو په یوه تازه برید کې پنځلس کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي پوځ وايي، د حزب الله ډلې د عایلت حاشهر پر سیمه شاوخوا پنځوس راکټونه توغولي دي.
په دغه پېښه کې تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د راکټونو دغه برید ظاهرا د لبنان سویلي نباتیه ښار پر یوې ودانۍ د اسرائیلو هوايي برید ته ځواب ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لبنان د روغتیا وزیر فیراس ابیاد بي بي سي ته وویل، د اسرائیلو د هوايي برید له کبله اغیزمنه شوې ودانۍ کې سوریايي کډوال ځای پرځای شوي وو، چې په بشپړ ډول ویجاړه شوې او لس کسان پکې وژل شوی دي.
که څه هم اسرائیلو ادعا کړې، چې د برید هدف یې د حزب الله ډلې د وسلو یوه ذخیر وه، خو د اغېزمنې شوې ودانۍ مالک حسین توهماز وايي، دا ملکي ودانۍ وه او اوسېدونکي یې ټول ملکیان وو.
"دا یو لوی ګودام دی چې د اوسپنې د تولید کارونه پکې ترسره کېدل. موږ پکې د سولرو ښيښو بارولو لپاره لارۍ درولې. د همدغې ودانۍ په پورتنۍ پوړ کې کاریګر ژوند کوي او ویده کېږي. دا سل فیصده ملکي ودانۍ ده. "
ورته مهال اسرائیلو د غزې په مرکز کې هم تازه بمباري کړې، چې لږ تر لږه پنځلس کسان پکې وژل شوي دي.
په وژل شویو کې د یوې کورنۍ نهه ماشومان او درې ښځې شاملې دي.
برید د زاویده په نوم ښارګوټي کې شوی، چیرې چې بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې وه.
د پېښې یو عیني شاهد ابو احمد وايي، د اغېزمنې شوې کورنۍ مشر د خوراکي توکو سوداګر و.
دغه برید داسې مهال شوی، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند تړون په اړه خبرې بیا جدي شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن په غزه کې د اوربند په تړاو د مذاکراتو ټولو خواو ته خبرداری ورکړی، چې د سولې هڅې دې نه کمزورې کوي.
هغه په دوحه کې د دغو خبرو اترو له تازه پړاو وروسته ویلي چې موږ "تر بل هر وخت" ډېر اوربند ته نږدې شوي یو.
جو بایډن زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیل ته استوي چې یوې "پایلې ته د دې هوکړې رسولو لپاره سختو هڅو" ته دوام ورکړي.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې هېواد یې له مصر او قطر سره په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، داسې وړاندیز یې برابر کړی چې د حماس او اسرائیل ترمنځ په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په تړاو واټن راکموي.
دوی زیاته کړې، چې دغه وړاندیز د هغې طرحې له اصولو سره ورته دی، چې جو بایډن د می میاشتې پر ۳۱مه وړاندې کړې وه.
قطر کې د خبرو دا نوې لړۍ پنجشنبه د حماس له ګډون پرته پیل شوه او منځګړو یې د جمعې پر ورځ په ګډ بیان کې اعلان وکړ، چې "خبرې اترې په جدي، رغنده او مثبته فضا کې ترسره شوې."











