په برازیل کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۶۱ کسان وژل شوي

کرېکټ

د عکس سرچینه، Reuters

د برازیل په ساو پاولو کې یوه الوتکه، چې ۵۷ مساپر او څلور تنه د عملې غړي په کې سپاره وو، لوېدلې او ټول وژل شوي.

مخکې په دې الوتکه کې د سپرو مساپرو شمېر ۵۸ ښودل شوی و.

د اووپاس هوايي شرکت ویلي، دوه انجن لرونکې الوتکه د سویلي پارانا ایالت له کاسکاویل څخه د ساو پاولو ښار مرکزي هوايي ډګر ته روانه وه.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې، چې الوتکه په عمودي توګه ښکته کېږي او په همدې حالت کې غورځي.

هوايي شرکت په یوه بیان کې ویلي:

"تر اوسه دا نه ده تائید شوې، چې پېښه څنګه رامنځ ته شوې او یا په الوتکه کې د سپرو کسانو اوسنی وضعیت څنګه دی."

ځايي چارواکو ویلي، الوتکه د استوګنې پر یوې ودانۍ لوېدلې ده.

پولیس او د اور وژنې خدمات د پېښې ځای ته رسېدلې دي.

Brazil

د عکس سرچینه، Reuters

د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا په یوه غونډه کې، چې نوموړي په کې وینا کوله د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه.

هغه په ​​ټولنیزو رسنیو کې په "ډېره خواشینۍ" سره خبر خپور کړ:

"ډیر خواشينونکې ده. زه د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره خپله غم شریکي‌ کوم."