برازیل کې د ودانۍ نړېدو د ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه وژلي

Rubble after building collapse in Recife, 7 Jul 23

د عکس سرچینه، EPA

برازیل کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ نړېدلې ده چې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ تنه پکې وژل شوي.

ژغورندویان وايي، پېښه د برازیل شمال ختیځ ریسایف ښار کې شوې ده.

په وژل شویو کې دوه ماشومان هم دي چې عمرونه یې پنخه او اته کاله دي.

پېښه د تېرې جمعې په ورځ شوې ده.

تر اوسه د ودانۍ د چپه کېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو ریسایف په وروستیو ورځو کې د تېزو بارانونو شاهد و.

رپوټونه وايي، خلک د ودانۍ له کنډوالې راهیستل شوي او شپږ تنه لا هم تري تم دي.

د ویډیو تشریح، برازیل کې د ودانۍ نړېدل د ډرون په مټ اخیستل شویو انځورونو کې

پېښه د ریساف ښار په پالیسټا سیمه کې شوې ده، هلته تر ډېره خلک په څلور پوړیزو ودانۍ کې اوسېږي.

دوی وايي ودانۍ له ودانیز پلوه په سمه توګه نه دي جوړې شوې.

چارواکو ویلي د جمعې په ورځ په ځايي وخت شاوخوا ۶:۳۵ بجې (ګرینوېچ ۹:۳۵) هغه مهال وشوه چې خلک ویده وو.

Crowd at scene in Recife, 7 Jul 23

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ګڼ خلک د ژغورنې عملیات ګوري

د ګلوبو نیوز په نامه رسنۍ ویلي، په قربانیانو کې یوه ۴۳ کلنه مور او د هغې ۱۸ کلن زوی هم دي.

سیمه ییز چارواکي د جمعې په ورځ ویلي وو چې د نور باران اټکل شوی او خلک باید خوندي ځای ته ورسوي.

Scene of collapse in Recife, 7 Jul 23

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ودانۍ نړېدو په سیمه کې د کور جوړونې د خوندیتوب په اړه شکونه ډېر کړي دي.