د مرغانو انفلونزا؛ برازیل کې بېړنی حالت اعلان شوی

آنفولانزای پرندگان
د خپرېدو وخت

برازیل کې وروسته له هغې د حیواناتو د روغتیا لپاره بېړنی حالت اعلان شو چې ځنګلي مرغانو کې د انفلونزا ډېرې پېښې وموندل شوې.

دا بېړنې حالت د شپږو میاشتو لپاره اعلان شوی دی.

اووه تازه پېښې د برازیل په اسپیریتو سانتو ایالت کې تایید شوي او یوه بله په ریو دي جانیرو ایالت کې رپوټ شوې ده.

د بېړني حالت په اعلانونو سره به حکومت وکولای شي، چې د H5N1 ساري ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره پراخ ګامونه واخلي.

برازیل په نړۍ کې د چرګانو د غوښې لوی صادروونکی هېواد دی او اټکل کېږي، چې د دې غوښې له پلورلو هر کال لږ تر لږه لس میلیارده عواید ترلاسه کوي.

چارواکي وايي، د یاد ویروس ثبت شوې پېښې په سویلي برازیل کې د چرګانو د تولید له اصلي سیمو لېري دي.

ډېر کله په فارم کې آن د یوې مثبتې پېښې ثبت کولی شي لوی شمېر چرګان ووژني او د صادراتو برخه کې یې محدودیتونه رامنځته کړي.

په ۲۰۲۱ کې هم د چرګانو انفلونزا یوه سخته څپه راغلې وه چې زیات شمېر پکې مړه شول.

یک بازرس بهداشت در حال بررسی نمونه‌ای از آنفولانزای پرندگان در برزیل

دا ناروغي ځینو تي لرونکو ته هم لېږدول کېدی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د H5N1 په اړه پراخې څېړنې ته اړتیا ده.

د څېړنو په پایله کې به وموندل شي چې آیا دا ویروس کولی شي په داسې بڼه واوړي چې د انسانانو تر منځ هم خپور شي که نه.

تر دې دمه انسانانو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو پېښې هم ثبت شوي، خو دې ناروغۍ سره د مستقیمې اړیکې درلودلو پایله او پرې اخته مرغانو سره توپیر کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د مرغانو د انفلونزا د خپرېدو د مخنیوي او د خطر د کمولو لپاره د مړو شویو مرغانو او یا پر دې ناروغۍ اخته مرغانو ته لاس ور نه وړي.

د مرغانو د انفلونزا ویروس د ځنګلي کډوالو مرغانو له خوا لېږدول کېږي، او داسې هېڅ لاره نشته چې له یوه هېواده بل ته یې د ننوتو مخه ونیسي.