کیڼ اړخي 'لولا ده سېلوا' د برازیل ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

A woman looks at displayed towels and presidential campaign materials depicting Brazil's former President Luiz Inacio Lula da Silva and Brazil's President Jair Bolsonaro

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لولا ده سېلوا له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۰ کال پورې د برازیل ولسمشر و

د برازیل پخواني ولسمشر 'لویس اېناسیو لولا ده سېلوا' د برازیل ولسمشرۍ ټاکنې وګتلې.

هغه د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو په یوه سخته او نږدې سیالۍ کې اوسني ولسمشر 'ژایر بولسونارو' ته په ډېر کم توپیر ماته ورکړې.

د نږدې ټولو شمېرل شویو رایو پایله ښيي چې کیڼ اړخي 'لولا' دویم پړاو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۸۳ او اوسني ښي اړخي ولسمشر ‏'بولسونارو' چې دویمې دورې ته نوماند و، ۴۹ اعشاریه ۱۷ سلنه رایې خپلې کړې دي.

د برازیل نوی ولسمشر به د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه لوړه وکړي.

لولا ده سېلوا د ټاکنو تر ګټلو وروسته خپله لومړۍ وینا کې ویلي چې د 'لوږې ختمول' به یې ستر لومړیتوب وي.‌

Combination picture of Brazilian President Jair Bolsonaro and Brazilian presidential candidate Luiz Inacio Lula da Silva

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لولا (ښي خوا) دویم پړاو کې له اوسني ولسمشر ژایر بولسونارو (کیڼ خوا) سره سیالي کوله

نوموړی وايي دا د منلو نه ده چې برازیل کې دې میلیونه نارینه، ښځینه او ماشومان کافي خواړه ونه لري.

هغه همدا راز زیاته کړې چې حکومت به یې هڅه وکړي چې د امازون ځنګلونو د وهل کېدو او لمنځه تللو مخه ونیسي.

برازیل کې د ولسمشرۍ لومړی پړاو ټاکنې د اکتوبر په دویمه نیټې وشوې خو یو نوماند هم پکې له ۵۰ سلنې د ډېرو رایو په ترلاسه کولو نه و بریالی شوی.

ښاغلي لولا لومړي پړاو کې هم تر نورو سیالانو ډېرې رایې خپلې کړ وې او له اوسني ولسمشر ژایر بولسونارو سره دویم پړاو ته وتلی و.

لویس اېناسیو لولا ده سېلوا څوک دی؟

لولا ده سیلوا لومړی ځل شل کاله وړاندې برازیل کې ولسمشر ټاکل شوی و.

هغه پخوا د اوسپنې او پولادو سکتور کارمن او د دې برخې د کاریګرو ټولنې مشر و.

Former president of Brazil and Candidate of Worker's Party (PT) Luiz Inácio Lula Da Silva smiles during a press conference at Pestana Hotel two days before presidential elections on September 30, 2022 in Rio de Janeiro, Brazil.

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړی په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د برازیل له پوځي‌ واکمنو د تنخواګانو لوړېدو غوښتنې لپاره د کاریګرو د اعتراضونو پر مهال مشهور شو او وروسته له دې ژمنې سره واک ته ورسېد چې بدلون به راولي.

هغه د توکو بیو د لوړېدو په مټ د لوړو زدکړو او د خیر ښېګڼې پروګرامونو په څېر برخو باندې په ډېره پانګونې سره وکړای شول چې میلیونونه برازیلیان له بې وزلۍ راوباسي.‌

خو د ښاغلي لولا محبوبیت او میراث وروستیو کلونو کې له دې کبله داغدار شو چې د ګوند او شخصا د ده نوم د فساد له دوسیو سره وتړل شو.

هغه په ۲۰۱۷ کال له همدې کبله په نهه کاله بند هم محکوم شو.

د ښاغلي لولا محکومیت که څه هم څلور کاله وروسته بېرته لغوه شو، خو ګرم ګڼل کېدل یې په دې مانا دي چې میلیونونه برازیلیان اوس هم هغه ته د یوه فساد سیاستوال په سترګه وګوري او د ولسمشرۍ وړ یې ونه ګڼي.

دغو ټاکنو کې د هغه سیال ژایر بولسونارو بیا برازیل کې د کورونا ویروس وبا د ناسم مدیریت او د امازون ځنګلونو پرې کېدو مخنیوي کې د پاتې راتللو له کبله له سختو نیوکو سره مخ و.