د کورونا اړوند ناسمو مالوماتو په دلیل یوټیوب د برازیل د ولسمشر ویډیوګانې لرې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
یوټیوب وايي، د برازیل د ولسمشر ژاییر بولسينارو ویډیوګانې یې ځکه له دې شبکې لرې کړې چې د کورونا وبا په هکله یې ناسم مالومات خپرول.
دا شرکت وايي، د برازیل ولسمشر د چینل اړوند ویډیوګانو د لرې کولو پرېکړه له ایډیالوجۍ یا سیاست سره اړیکه نه لري او له کره ارزونې وروسته یې د دې فلمونو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.
د کورونا وبا پیلېدو سره د برازیل ولسمشر د ټولبندیز، ماسک او واکسین خلاف خبرې کولې.
د ځايي رسنیو د رپوټ له مخې، یوټیوب د برازیل د ولسمشر ۱۵ ویډیووې لرې کړې دي، خو د نوموړي دفتر د یوټیوب د دې پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي.
د ولسمشر بولسینارو چینل اونیزې ملي ویناوې او د وېروس اړوند له وزیرانو سره خبرې هم خپروي او کله یې ژوندۍ پرلیکه کوي.
د او ګلوبو په نوم رسنۍ د رپوټ له مخې، یوه ویډیو کې د برازیل پخوانی روغتیا وزیر اېډوارډو پازیلو کورونا وېروس له اېډز سره پرتله کوي.
په یوه بله ویډیو کې برازیلی ډاکټر د ملاریا درمل هایدروکسي کلورکین او ایورمکتین د کووېډ-۱۹ ضد درمل بولي.
خو د یوټیوب اداره وايي، د دې شرکت د منځپانګې خپرېدو اړوند قانون له مخې دوی د هیدروکسي کلوروکین او یا ایورمکتین په څېر هغو درملو خپرولو اجازه نه ورکوي چې د کورونا مقابل کې یې اغېز ثابت شوی نه دی.
یوټیوب هغه ویډیووې هم نه خپروي چې پکې ویل کېږي د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي کې ماسک اچول اغېز نه لري.
دا لومړی ځل نه دی چې یوه لویه پرلیکه شبکه د ولسمشر بولسینارو ویډووې لرې کوي.
تېر کال ټوېټر او فیسبوک هم د نوموړي هغه ویډیووې لرې کړې چې د ټولبندیز واټن قیوداتو ضد پکې غږېده او همدارنګه یې ادعا کوله چې د کورونا ډېر شمېر پېښې به برازیل د دې وبا مقابل کې خوندي کړي.
د کورونا وبا له پیل راهیسې برازیل یو تر ټولو ځپلی هېواد دی او ولسمشر یې له دې وبا سره د چلن له امله له سختو نیوکو سره مخ دی.
تېر اپرېل د برازیل پارلمان کورونا وبا سره مقابله کې د بولسینارو حکومت د غبرګون په هکله رسمي څېړنه پیل کړه.











