د برازیل ولسمشر، چې کورونا وېروس یې ټوکې بللې، خپله پرې اخته شو

د عکس سرچینه، Reuters
د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو پر کورونا وېروس اخته شوی دی. نوموړې د دوشنبې پر ورځ له سختې تبې وروسته څلورم ځل طبي معاینه وکړه، چې پایله یې مثبته وه. ښاغلي بولسونارو د کورونا وېروس خپرېدو له پیله دا بې اهمیته ناروغي بلله، د (عادي زکام) نوم به یې ورکاوه او ادعا یې کوله چې پر ده به هېڅ اغېز و نه کړي.
نوموړي د خپل هېواد بېلا بېلا سیمو له والیانو هم غوښتل چې د کوویډ - ۱۹ مخنیوي لپاره لګول شوی قرنطین نرم کړي، ځکه د ده په وینا دا اقتصاد ته زیان اړوي.
نوموړي د سې شنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، تبه یې اوس کمه شوې او ځان (ډېر ښه) احساسوي.
په اپریل میاشت کې نوموړي ادعا کړې وه، چې که پر کورونا اخته هم شي، ډېر اندېښمن به نه وي، ځکه په خبره یې، "که ډېره سخته شي، خو د یوه عادي زکام یا سړې تبې غوندې به وي ".
کله چې نوموړي دغه څرګندونې کولې په هېواد کې یې د کورونا ناروغانو شمېر ۴۰ زرو ته رسېدلی و او درې زره کسان د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي وو.
خو وروسته دغه شمېر په خورا چټکۍ ډېر شو او د دوشنبې پر ورځ په برازیل کې یو اعشاریه شپږ میلیونه کسان پر کوویډ - ۱۹ اخته وو او له ۶۵ زره ډېر کسان له همدې ناروغۍ مړه شوي دي.
ایا ایران کې د کورونا وېروس دویمه څپه پیل شوې؟

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور ته په ایران کې د کورونا وېروس له کبله په یوه شپه او وروځ کې د مړو شویو کسانو شمېر په بې ساري توګه ۲۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
د دغه هېواد د روغتیا وزیر له دې کبله خواشیني څرګنده کړې چې خلکو یې لارښوونې نه دي عملي کړې او ولس د (کرونا وبا نوې څپې درنه بیه) پرې کوي.
د ایران عامې روغتیا وزارت د سې شنبې پر ورځ وویل، د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۰ کسان وو، چې د دغه وېروس له کبله د ټولټال مړو شویو ایرانیانو شمېر ورسره ۱۱ زره ۹۳۱ کسانو ته رسېدلی دی.
په ایران کې د روغتیا او درملنې کمېسیون غړی محمدعلي محسني بندپي وايي: "موږ ځینې ورځې ۳۰۰ مړي هم درلودل)) د عامې روغتیا وزارت شمېرې (تر ټولو ټیټې) دي، ځکه (( هغه کسان په دې کې شامل نه دي چې په کورونو کې مري او یا روغتونونو ته پر لاره ساه ورکوي ".
امریکا کې کووېډ-۱۹ ناروغانو اوسط عمر ۱۵ کاله راکم شوی:

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې بیا د الرژۍ او انکفشن ناروغیو مخنیوي ملي انسټیټوټ مشر ډاکتر انتوني فاوچي وايي، په دې هېواد کې د لومړنیو ورځو پرتله اوس د کووېډ-۱۹ ناروغانو اوسط عمر ۱۵ کاله راکم شوی دی.
له کالفورنیا، اریزونا او ټکساس ایالتونو رسېدلي رپوټونه د ډاکتر فاوچي څرګندونې تاییدوي، چې د کورونا ډېری نوي ناروغان پکې هغه ځوانان دي چې یا یې ټولنیز واټن نه دی مراعت کړی او یا یې بېړنیو څانګو کې دندې ترسره کولې.
د فلوریډا ایالت ګورنر یا والي راندې سنټس د شنبې پر ورځ وویل، دغه ایالت کې اوس د هغو کورونا ناروغانو عمر چې روغتون کې بستري کېږي، ۳۳ کاله دی، خو د هغو ناروغانو عمرونه چې په مارچ او اپریل میاشتو کې پکې ناروغي موندل شوې وه، په اوسط ډول له ۵۰ تر ۶۰ کلونو پورې وو.
د اسټرالیا په مېلبورن کې وضعیت ترینګلی دی:
بل لور ته د اسټرالیا په دویم لوی ښار مېلبورن کې د کورونا ناروغانو شمېر له ډېرېدو وروسته د ښار پنځه میلیونه اوسېدونکو ته ویل شوی، چې له بهر ګرځېدو ډډه وکړي.
د وکټوریا ایالت اعلی وزیر ډنیل انډریو په ایالت کې د ۱۰۹ نویو ناروغانو له ثبتېدو وروسته دا اعلان کړی، چې په ایالت کې د وبا له پیل راهیسې په ۲۴ ساعتونو کې د نویو کورونا ناروغانو بې ساري ډېر شمېر دی.
دغه ایالت کې چارواکو ویلي، څو ساعتونو کې به له ګاونډیو ایالتونو نیو ساوت ویلز او سویلي اسټرالیا سره د تګ راتګ لارې وتړي. له دې مخکې د هېواد په ټولو ایالتونو کې په تدریجي ډول نرمښت کېده.
د یادونې ده چې نوي ناروغان ټول په وکټوریا ایالت کې ثبت شوي دي او په نورو ایالتونو کې د نویو ناروغانو شمېر مخ پر کمېدو دی.








