د برازیل د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې

A woman looks at displayed towels and presidential campaign materials depicting Brazil's former President Luiz Inacio Lula da Silva and Brazil's President Jair Bolsonaro

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، څه باندې ۱۵۶ میلیون پر شرایطو برابرو برازیلیانو ته ټاکنو کې ګډون خبري و

برازیل کې د نوي ولسمشر د ټاکلو سیالۍ دویم پړاو ته ولاړه. د وروستیو ټاکنو د پایلو له مخې د ولسمشرۍ له مخکښو نوماندانو یوه هم تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې نه دي ګټلې.

د نږدې ټولو شمېرل شویو رایو پایلې ښيي چې پخواني ولسمشر لویز ایناسیو لولا دې سیلوا دغو ټاکنو کې ۴۸ اعشاریه ۳ او اوسني ولسمشر ژایر بولسونارو بیا ۴۳ اعشاریه ۳ سلنه راهیسې خپلې کړې دي.

د دوی ترمنځ به د روانې اکتوبر میاشتې پر ۳۰مه دویم پړاو ټاکنې کېږي.

برازیل کې تر ۱۵۶ میلیون ډېر کسان د رای اچولو پر شرایطو برابر او رایه کارول هم جبري وو.

میلیونونه کسان وروستیو ټاکنو کې رای اچولو لپاره ساعتونه ساعتونه کتارونو کې ولاړ او ځینو سیمو کې د رای اچوونکو د ګڼوالي له کبله د رای اچولو مرکزونه تر ټاکلي وخت وروسته هم پرانیستي پاتې وو.

A woman wrapped in a Brazilian flag votes at a polling station in Brasilia

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغو ټاکنو دواړو مخکښو نوماندانو د څو اوونیو کمپاین پر مهال خلکو ته د خپلو پالیسو په اړه د مالوماتو ورکولو پر ځای ډېر وخت د یو بل پر سپکاوي او د تورونو پر ادلون بدلون تېر کړی دی.‌

په دې لړ کې همدا تېره پنجشنبه اوسني ولسمشر خایر بولسونارو ښاغلی لولا چې د مالي فساد یوه قضیه کې یې بند تېر کړی، "پخوانی بندي" او "خاین" وباله او لولا دې سېلوا بیا ښاغلي بولسونارو ته د "درواغجن" خطاب وکړ.

ښاغلي لولا د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې له دې کبله ګډون ونشو کړای چې هغه مهال زندان کې و او ټاکنو ته له نوماندۍ منع شوی و.