برازیل کې له چرچرني ډوډۍ پخه شوې

Cockroach bread

د عکس سرچینه، FURG

د عکس تشریح، ماهرین وايي، دغه ډوډۍ په رنګ او خوند کې له عامې ډوډۍ سره ډېر توپیر نه لري
    • Author, فرناندا باسیتي
    • دنده, بي بي سي برازیل

پورتني تصویر کې د ډوډۍ ټوټه دودیزې وچې ډوډۍ ته ورته ښکاري، خو اصلاً دا له ګړندي ډوله یوې خځنده یا حشرې جوړه شوې ډوډۍ ده. دا له هغو اوړو پخه شوې چې د ګړندي له لومړنۍ بڼې چمتو شوي، چې چینجي ته ورته وي.

دغه ډوډۍ برازیل کې ساینسپوهانو د خوړو کمښت پوره کولو لپاره د احتمالي بدیل او په نژدې راتلونکي کې چې د نړۍ نفوس ډېرېږي، خوړو کې د حیواني پروټینو زیاتولو لپاره چمتو کړې.

Lobster roaches

د عکس سرچینه، FURG

د عکس تشریح، ماهرین وايي دغه خڅنده له غوښې هم ډېر یانې اویا سلنه پروټین لري

ملګري ملتونه وايي، ۲۰۵۰ کاله پورې به د ځمکې نفوس نهه اعشاریه اووه میلیاردو کسانو ته ورسېږي. دغه سازمان دغه راز په انساني خوړو کې د خځنده وو یا حشراتو ډېرول وړاندیز کړي دي.

ویل کېږي خځنده په طبیعت کې پریمانه دي، پروټین پکې ډېر دي او لګښت یې لږ دی. ملګري ملتونه وايي، د سویلي ختیځې اسیا یو شمېر اوسېدونکو په ګډون د نړۍ ډېرو برخو کې نژدې دوه میلیونه انسانان اوس هم خځنده د خوړو په توګه استعمالوي.

بل لور ته د برازیلي ساینسپوهانو نوې ډوډۍ له هغو ګړندیو نه ده جوړه شوې، چې د نړۍ ډېرو ښارونو د چټلیو په چریو کې ګرځي، بلکې دا له (لوبسټر روش) نومي خځندې جوړه شوې، چې د ګړندي کورني خځنده او اصلاً د شمالي افریقا مرطوبو سیمو کې موندل کېږي.

د چرمښکیو، غڼو او سمسارو ساتونکي د هغوی لپاره د خوړو په توګه کاروي.

Dried lobster cockroaches

د عکس سرچینه، FURG

د عکس تشریح، د دغه خځنده یوې کیلو بیه ۵۱ امریکايي ډالره ده

د لوبسټر روش نسل په چټکۍ ډېرېږي او شمېر یې هم ډېر وي. ماهرین وايي، د دوو ځانګړنو له کبله دغه حشره د اوړه کولو لپاره انتخاب شوې ده، لومړی دا چې پروټین پکې ډېر دي او دویم دا چې د وجود نیمايي برخه یې له سرې غوښې جوړه ده.

ماهرین وايي، دغه خځنده له څلور میلیونو کلونو راهیسې پر ځمکه ګرځي او ان د ودې یا بدلون له عمله د تېرېدو پر مهال یې هم خپلې جنیتیکې ځانګړنې له لاسه نه دي ورکړې.

Sliced bread

د عکس سرچینه، FURG

د عکس تشریح، دغه ډوډۍ کې له خځنده وو جوړ یوازې ۱۰ سلنه اوړه کاروول شوي دي

برازیلي ساینسپوهان وايي، اوس غواړي له خځنده وو جوړ دغه اوړه اوس په ځینې کلچو او کیکونو کې هم استعمال کړي، خو بل لور ته برازیل کې لا هم د عامې روغتیا چارواکي د انسانانو د خوړو په څېر د حشراتو پېر، پلور ته اجازه نه ورکوي.

د اوس لپاره خځنده یوازې د نورو خځنده وو یا حیواناتو د خوړو په څېر استعمالېږي، البته ماهرین وايي همدا اوس یې د نړۍ په ځینې هېوادونو کې خوړل معمول دي او راتلونکي کې به یې سوداګري میلیونونو ډالرو ته ورسېږي.