برازیل؛ 'له بې ساري' ګڼ باران وروسته لګسونه کسان وژل شوي

پیترو پولیس

د عکس سرچینه، Reuters

برازیل کې چارواکي وايي، له بې ساري ګڼ باران وروسته پتروپوليس ښارګوټي کې د سیلابونو او ځمکښوېدنې له کبله نژدې ۱۱۷ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور بې درکه دي.

دې ښارګوټي کې چې د 'ریو دي ژنیرو' په شمالي غرنیو سیمو کې موقعیت لري، داسې سخت باران شوی، چې د چارواکو په وینا په نژدې یوه پېړۍ کې ساری نه لري.

له دغه باران وروسته سیلابي څپې د ښار واټونو ته راوتلې، په ځانګړې توګه د غونډیو په لمنو کې ودانیو ته ننوتې او درانه زیانونه یې واړول.

ویل کېږي، مرستنیدویانو په ورانو ویجاړو ودانیو کې د بې درکه کسانو لټون کوي.

له پورته اخیستل شوي تصویر کې وراني، ویجاړي لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، له پورته اخیستل شوي تصویر کې وراني، ویجاړي لیدل کېږي.

د برازیل مدني دفاع وزارت مسوولین وايي، د چارشنبې پر شپه ۲۴ کسان ژغورل شوي دي.

پر خواله رسنیو داسې ویډیويي کلیپونه خپاره شوي، چې په اوبو کې لاهو شوي ګاډي او ورانې، ویجاړې ودانۍ پکې لیدل کېږي.

د 'ریو دي ژنیرو' یوه چارواکي کلوډیو کاسترو خبریالانو ته وویل:

''د جګړې وضعیت غوندې شرایط دي... ګاډي پړمخي پراته دي، هر ځای خاورې، خټې پرتې دي، د اوبو کوزېدو مخه یې نیولې. ''

مرستندویان په سیمه کې فعال دي
د عکس تشریح، د مرستې چارې په موقت ډول درول شوې

پتروپولیس د 'ریو دي ژنیرو' غونډیو یو مشهور سیل ځای دی، چې په ۱۹ پېړۍ کې د برازیل شاهي کورنۍ دوبنی مېشت ځای و.

خو له دغه باران وروسته، چې د ریو کشمنر په وینا په دریو ساعتونو کې د یوې پرله پسې میاشتې په کچه اورېدلی، د دغه ښارګوټي ډېرې سیمه په ورانیو، ویجاړیو بدلې شوې دي.

ریو کمشنر وايي، دا له ۱۹۲۳ راهیسې تر ټولو سخت باران دی.

پتروپولیس

د عکس سرچینه، Reuters

د مرستې چارې د نورې ویجاړۍ رامنځته کېدو له وېرې په موقت ډول درول شوې او یوه چارواکي ویلي، د ورانو ودانیو په خاورو خځلو کې اوس د ژوندي پاتې کسانو لټون ''عملاً ناشونې چاره ده. ''

ژغورل شوی سپي

د عکس سرچینه، EPA