تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برازیل؛ 'له بې ساري' ګڼ باران وروسته لګسونه کسان وژل شوي
برازیل کې چارواکي وايي، له بې ساري ګڼ باران وروسته پتروپوليس ښارګوټي کې د سیلابونو او ځمکښوېدنې له کبله نژدې ۱۱۷ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور بې درکه دي.
دې ښارګوټي کې چې د 'ریو دي ژنیرو' په شمالي غرنیو سیمو کې موقعیت لري، داسې سخت باران شوی، چې د چارواکو په وینا په نژدې یوه پېړۍ کې ساری نه لري.
له دغه باران وروسته سیلابي څپې د ښار واټونو ته راوتلې، په ځانګړې توګه د غونډیو په لمنو کې ودانیو ته ننوتې او درانه زیانونه یې واړول.
ویل کېږي، مرستنیدویانو په ورانو ویجاړو ودانیو کې د بې درکه کسانو لټون کوي.
د برازیل مدني دفاع وزارت مسوولین وايي، د چارشنبې پر شپه ۲۴ کسان ژغورل شوي دي.
پر خواله رسنیو داسې ویډیويي کلیپونه خپاره شوي، چې په اوبو کې لاهو شوي ګاډي او ورانې، ویجاړې ودانۍ پکې لیدل کېږي.
د 'ریو دي ژنیرو' یوه چارواکي کلوډیو کاسترو خبریالانو ته وویل:
''د جګړې وضعیت غوندې شرایط دي... ګاډي پړمخي پراته دي، هر ځای خاورې، خټې پرتې دي، د اوبو کوزېدو مخه یې نیولې. ''
پتروپولیس د 'ریو دي ژنیرو' غونډیو یو مشهور سیل ځای دی، چې په ۱۹ پېړۍ کې د برازیل شاهي کورنۍ دوبنی مېشت ځای و.
خو له دغه باران وروسته، چې د ریو کشمنر په وینا په دریو ساعتونو کې د یوې پرله پسې میاشتې په کچه اورېدلی، د دغه ښارګوټي ډېرې سیمه په ورانیو، ویجاړیو بدلې شوې دي.
ریو کمشنر وايي، دا له ۱۹۲۳ راهیسې تر ټولو سخت باران دی.
د مرستې چارې د نورې ویجاړۍ رامنځته کېدو له وېرې په موقت ډول درول شوې او یوه چارواکي ویلي، د ورانو ودانیو په خاورو خځلو کې اوس د ژوندي پاتې کسانو لټون ''عملاً ناشونې چاره ده. ''