د برازیل امازون ځنګله کې د الوتکې غورځېدو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د برازیل په امازون ځنګلونو کې د خرابې هوا پر مهال د یوې نسبتآ کوچنۍ الوتکې د غورځېدو له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي.
چارواکو ویلي، دغه الوتکه د شنبې پر ورځ د امازوناس ایالت له مرکز ماناوس څخه یوه لېرې پراته ځنکلي ښار بارسېلوس ته روانه وه چې د دغه شاوخوا ۴۰۰ کیلو متره سفر په وروستیو کې راوغورځېده.
دوی زیاته کړې چې د دې پېښې په قربانیانو کې د الوتکې ټولې ۱۲ سپرلۍ او د عملې دوه غړي دي.
د دې پېښې د لامل په اړه څېړنې پیل شوې.
د امازوناس ایالت د امنیت وزیر 'وېنیسیوس المیدا' ویلي لومړني مالومات ښيي چې دغه الوتکه په بارسېلوس ښار کې د ګڼ باران پر مهال د کښته کېدو په وخت کې له ځغاستلیکې وتلې ده.
د برازیل یوې خبري ویبپاڼې لیکلي چې دا 'يياېمبي -۱۱۰' ډوله دوه ماشینه توربوپروپ الوتکه وه چې د امبرایر په نوم برازیلي شرکت جوړه کړې.

د عکس سرچینه، REUTERS
یوه ځايي شرکت چې دا الوتکه یې اړونده وه ویلي، چې الوتکې او عملې یې د الوتنې لپاره ټول اړین شرایط درلودل.
د امازوناس والي 'وېلسن لیما' تر دې پېښې وروسته پر خپل اېکس یا پخواني ټویټر لیکلي چې "زموږ ډلې د الوتکې له غورځېدو راهیسې د اړین ملاتړ لپاره د پېښې ځای کې موجودې دي."
هغه همدا راز د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره خواخوږي ښودلې ده.
د بارسېلوس ښاروال 'اېدسون دې پاولو رودریګوز مېندېس' سياېناېن تلویزیون ته ویلي، دا الوتکه د یوه سوداګر لخوا چې دغه ځای کې د کب نیونې لوبې کوي، کرایه شوې وه.
هغه زیاته کړې چې په الوتکه کې سپاره کسان د برازیل له بېلابېلو سیمو د دغه سپورت برخه وال ملګري وو.
چارواکو ویلي، چې د قربانیانو مړي د رسمي پېژندګلوي لپاره ماناوس ښار ته لېږدول شوي دي.
بارسېلوس چې ګڼو ملي پارکونو ته څېرمه پروت دی، د سیل او تفریح یو مشهور ځای دی.
سپتمبر میاشت امازوناس کې د کب نیونې فصل د اوج پیل ګڼل کېږي.
د دغه ځای بېلابېل زینتي کبان چې 'طاووس باس' هم پکې دي، د ژبو په سر دي.











