د حماس یوه جګپوړي چارواکي ویلي د اوربند په خبرو کې برخه نه اخلي

د عکس سرچینه، EPA
د حماس یوه جګپوړي چارواکي بيبيسي ته ویلي، چې دوی به غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه پلان شویو غېر مستقیمو خبرو کې چې ټاکلې د پنجشنبې پر ورځ دوحه کې بیا پیل شي، ګډون ونه کړي.
د حماس دغه چارواکي وویل، دوی د موافقې پلي کولو لپاره یوه لار نقشه غواړي او "د خبرو اترو [پیلېدو] لپاره په خبرو اترو کې برخه نه اخلي، چې اسرائیلو ته د خپلې جګړې د دوام لپاره پوښښ برابر کړي".
هغه اسرائیل د "نويو شرایطو" پر اضافه کولو تورن کړل او پر دې یې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې لار نقشه باید د هغه وړاندیز شوي تړون پر بنسټ وي چې د می میاشتې په وروستیو کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن لخوا په ګوته شوی و.
خو د اسرائیلو لومړي وزیر دا کار رد کړی او ویلي یې دي چې د بدلون غوښتنه حماس کړې.
تمه کېږي دوحه کې پلان شوې خبرې اترې ان که حماس په کې ګډون هم ونه کړي، ترسره شي ځکه چې امریکايي، مصري او قطري منځګړو ويلي، دوی کولی شي د پاتې مسایلو حل لپاره د یو پلان پر جوړولو کار وکړي.
غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون خبرې تېره میاشت له بېلابېلو خنډونو سره مخ شوې او له هغې وروسته بیخي وځنډېدې چې د حماس سیاسي مشر او لوی مرکچي اسماعیل هنیه په تهران کې ووژل شو.
ایران د هغه د وژلو د پړې ګوته اسرائیل ته نیسي او د "سخت غچ' ګواښ یې کړی دی.
پخپله اسرائیل بیا تر اوسه رسمآ د ښاغلي هنیه په وژلو کې خپله ښکېلتیا نه رد او نه هم تائید کړې ده.
امریکا هیلهمنه ده چې که غزه کې پر اوربند هوکړه وشي، نو دا به ایران د اسرائیلو خلاف له غچ اخیستونکي ګامه راوګرځوي او په دې توګه به سیمه کې د شخړې مخه ونیول شي.
د امریکا، مصر او قطر مشرانو تېره اوونۍ په یوه ګډه اعلامیه کې له اسرائیلو او حماس وغوښتل چې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره بحثونه سملاسي بېرته پیل کړي.
دوی وویل دا به د غزې خلکو او همدا راز پاتې ۱۱۱ یرغمل شویو کسانو ته چې اټکل کېږي ۳۹ به ترې مړه شوي وي، اساني رامنځ ته کړي.
د امریکا، مصر او قطر د مشرانو ګډه اعلامیه کې ویل شوي وو، د تړون یو داسې چوکاټ "اوس د میز پر سر دی چې یوازې د پلي کولو توضیحات وراضافه کول غواړي."
دوی دا هم ویلي و چې که اړتیا وي نو پاتې اختلافاتو د حل لپاره د یوه وړاندیز رامخ ته کولو ته هم چمتو دي.
اسرائیل اعلان کړی چې د پنجشنبې ورځې پلان شویو خبرو ته استازي استوي.

د عکس سرچینه، Reuters
حماس مخکې هم ويلي وو، چې په غزه کې د اوربند لپاره خبرې بايد د امريکا د ولسمشر جوبايډن د پخواني پلان له مخې ترسره شي او د خبرو د نوي پړاو له کبله بايد اسرائیلو ته د نورو بريدونو وخت ورنه کړل شي.
د اسرائيل پوځ په غزه کې د حماس لمنځه وړلو لپاره عملیات د تېر کال د اکتوبر ۷مه تر هغې وروسته پیل کړل، چې دې ډلې له دغې تراړې یو ناڅاپه د اسرائیل پر شمال کمساری برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.
حماس همدا راز ۲۵۱ نور کسان له ځان سره د یرغملو په توګه غزې ته ولېږدول.
په دې تراړه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، تر دې دمه دغلته د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې له ۳۹ زره ۹۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي.











