امریکا، قطر او مصر له اسرائیل او حماس غوښتي چې خبرې اترې بېرته پیل کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو یالتونو، مصر او قطر مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسرائیلو او حماس غوښتي چې د اوربند او د یرغمل شویو خلاصون په تړاو خبرې اترې بېرته پیل کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغو هېوادونو د هوکړې یو داسې چوکاټ چمتو کړی چې "وروستي کېدو لپاره یې یوازې د پلي کېدو جزییات پاتې دي".
اسرائیل ویلي چې دوی به د اګست ۱۵مه په دوحه یا قاهره کې دغو وړاندیز شویو مذاکراتو ته مرکچیان واستوي.
حماس لا سملاسي غبرګون نه دی ښودلی.
دغه تازه ډیپلوماتیک فشار ته تېره اوونۍ تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په سیمه کې له کنټروله د وتونکي کړکېچ مخنیوي لپاره د هڅو په سترګه کتل کېږي.
ایران د هنیه د وژلو تور پر اسرائیل پورې کوي او د "سخت غچ" اخیستلو ګواښ یې کړی دی.
خو اسرائیل لا په زغرده د حماس د مشر د وژنې په اړه تبصره نه ده کړې.
د اسرائیلو د ۱۳ چینل د راپور له مخې د دغه هېواد امنیتي کابینې د ایران یا د دغه هېواد د متحدانو لخوا د احتمالي برید له ویرې د پنجشنبې ورځې غونډه معمول ځي پر ځای تر ځمکې لاندې خونه کې وکړه.

د عکس سرچینه، EPA
اوس امریکا، مصر او قطر مشرانو په خپله ګډه اعلامیه کې اسرائیل او حماس ته بلنه ورکړې چې د ټولو پاتې مسایلو د حل او له نور ځنډ پرته د تړون پر پليتابه د عمل لپاره د اګست پر ۱۵مه نېټه له سره خبرو اترو ته کیني.
په اعلامیه کې ویل شوي "موږ د منځګړو په توګه چمتو یو، که اړتیا وي، یو داسې وروستی نښلونکی وړاندیز هم رامخ ته کړو چې پاتې اجرائیي مسایل په داسې طریقه حل کړي چې د ټولو اړخونو له تمو سره برابر وي."
دا اعلامیه د امریکا د ولسمشر جو بایډن، د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني لاسلیک کړې ده.
په هغې کې راغلي چې د هوکړې دا چوکاټ د هغو "اصولو" پر بنسټ برابر شوی چې د می پر ۳۱مه د ولسمشر بایډن لخوا رامخ ته شوي او وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تایید کړي دي.
د ښاغلي بایډن وړاندیز په بشپړ اوربند او د حماس لخوا د یو شمېر یرغمل شویو په خوشې کېدو پیلېده.
د یادونې ده چې له څو پړاوه خبرو اترو سره سره تر اوسه پر اوربند او د یرغمل شویو پر خلاصون هوکړه نه ده شوې.
حماس لخوا د اسماعیل هنیه د ځایناستي په توګه د یحیی سنوار ټاکنه ښايي یوې هوکړې ته رسېدل نور هم ستونزمن کړي.
اسرائیل ښاغلی سنوار د اکتوبر د اوومې بریدونو د پلان او عملي کولو مسوول ګڼي.

د عکس سرچینه، EPA
حماس پر اوربند ټینګار کوي، خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، جګړه یوازې هغه وخت ختمېدای شي چې حماس ماته وخوري.
اسرائیلو د پنجشنبې پر ورځ هم پر غزې بمبارۍ ته دوام ورکړ.
په غزه کې د حماس د مدني دفاع ځواک ویلي چې په دغو تازه بریدونو کې دوه ښوونځي په نښه او له ۱۸ ډېر کسان وژل شوي دي.
خو د اسرائیلو پوځ ویلي چې د حماس د قوماندې مرکزونه یې بمبار کړي دي.











