امریکا تمه کوي، که حماس په غزه کې اوربند ومني، اسرائیل به یې هم ومني

پر دواړو لوریو د ولسمشر بایډن د سولې طرحې د منلو په خاطر د فشارونو له دوام سره سره جګړه د دغې سیمې په ګڼو برخو کې دوام لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر دواړو لوریو د ولسمشر بایډن د سولې طرحې د منلو په خاطر د فشارونو له دوام سره سره جګړه د دغې سیمې په ګڼو برخو کې دوام لري.

د امریکا ملي امنیت سلاکار جان کیربي وايي، که حماس هوکړه وکړي، نو د متحده ایالتونو حکومت داسې ''ټولې هیلې'' لري، چې اسرائیل به هغه وړاندیز ومني چې شپږ اونیو کې به غزه کې تاوتریخوالی ورسره پای ته ورسېږي.

پر اسرائیل او حماس د ولسمشر بایډن د سولې طرحې د منلو په خاطر د فشارونو له دوام سره سره جګړه د دغې سیمې په ګڼو برخو کې دوام لري. د رپوټونو له مخې اسرائیلي هیلي کوپترو د رفح په مرکز ګوزارونه کړي.

دا خبرې په داسې حال کې روانې دي، چې په رفح سیمه کې جګړه هم روانه ده، چې د تېرې اونۍ په پای کې پرې اسرائیلي ځواکونو سخت هوايي بریدونه وکړل.

رپوټونه وايي د رفح ښار پر مرکز د اسرائیلي چورلکو پر ګوزارونو سربېره د غزې په دریو نورو سیمو کې هم هوايي بریدونه شوي. اسرائیلي پوځ ویلي چې په غزه کې یې د حماس له دېرشو ډېر هدفونه په نښه کړي.

د دغو بریدونو ډېری يې په رفح کې شوي، سره له دې چې هلته د ورټولو شویو فلسطيني ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه په نړیواله کچه اندېښنې ښودل کېږي. د حماس د روغتیا وزارت ویلي لږ تر لږه ۶۰ فلسطينیان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن لخوا د سولې د یوه درې پړاویز وړاندیز پر سر سلامشورې روانې دي. حماس وار له مخه ویلي چې که اسرائیل يې ومني دوی به هم له دې طرحې سره هو وکړي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا سلاکار جان کربي ویلي چې تمه لري د اوربند د هوکړې په اړه به هم زر هوکړه وشي:

"دا د اسراییلو وړاندیز دی؛ دوی زموږ د ملي امنیت له ډلې او بهرنیو چارو وزارت سره له جدي ډیپلوماسۍ وروسته چمتو کړی. اوس دا وړاندیز حماس ته سپارل شوی. موږ د حماس رسمي ځواب ته منتظر یو. حماس خو په عام محضر کې د دغه وړاندیز هرکلی کړی. اوس هغه څه چې موږ یې تمه لرو دا دي چې دوی ژر تر ژره د دغه پلان د لومړي پړاو تطبيق پیل کړي".

اتامار بینګویر (کیڼ اړخ ته) او بیزالیل سموتریچ په ګډون یو شمېر اسرائیلي

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، د اتامار بینګویر (کیڼ اړخ ته) او بیزالیل سموتریچ په ګډون یو شمېر اسرائیلي وزیرانو د امریکا وړاندیز رد کړی دی.

هغه زیاته کړه چې تمه لري دا لومړی پړاو به ژر پیل شي او په شپږو اونیو کې دننه به ځینې یرغمل شوي چې مشران دي، ناروغان یا مېرمنې دي خوشي شي او په دې موده کې به جګړه هم نه وي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یوه سلاکار هم ویلي چې هېواد یې د دې طرحې له چوکاټ سره موافق دی خو ټینګار کوي چې لا ډېر کار باید وشي او زیاته کړې يې ده چې نتانیاهو د حماس تر له منځه تګ او ټولو یرغمل شویو تر خوشي کېدو دايمي اوربند نه مني.

له دې وړاندې د اسرائیل د ایتلافي حکومت ښي پالو مشرانو ګواښ کړی که لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د ولسمشر بایډن لخوا وړاندیز شوې د اوربند طرحه ومني له حکومته به ووځي. دوی ویلي چې د حماس له منځه تګ وړاندې د سولې طرحه منل به د ترهګرۍ بریا وي.

د اسرائیلو په پلازمېنه تل ابیب کې بیا زرګونو لاریون‌والو له خپل حکومته غوښتي چې د اوربند او د یرغملو د خوشي کولو لپاره د ولسمشر بایډن طرحه ومني.

دا ټول داسې مهال دي چې ملګرو ملتونو ویلي چې په رفح کې د کډوالو او بې ځایه شوو ټول ۳۶ کمپونه وروسته له هغې تش شوي چې اوسېدونکو ته يې په زوره د وتلو امر شوی و. اټکل دی چې یو مېلیون او اووه لکه کسان خان یونس او د غزې مرکزي سیمو ته بې ځایه شوي.