امریکا، قطر او مصر له اسرائیل او حماس غوښتي چې خبرې اترې بېرته پیل کړي

د امریکا متحدو یالتونو، مصر او قطر مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسرائیلو او حماس غوښتي چې د اوربند او د یرغمل شویو خلاصون په تړاو خبرې اترې بېرته پیل کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغو هېوادونو د هوکړې یو داسې چوکاټ چمتو کړی چې "وروستي کېدو لپاره یې یوازې د پلي کېدو جزییات پاتې دي".

اسرائیل ویلي چې دوی به د اګست ۱۵مه په دوحه یا قاهره کې دغو وړاندیز شویو مذاکراتو ته مرکچیان واستوي.

حماس لا سملاسي غبرګون نه دی ښودلی.

دغه تازه ډیپلوماتیک فشار ته تېره اوونۍ تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په سیمه کې له کنټروله د وتونکي کړکېچ مخنیوي لپاره د هڅو په سترګه کتل کېږي.

ایران د هنیه د وژلو تور پر اسرائیل پورې کوي او د "سخت غچ" اخیستلو ګواښ یې کړی دی.

خو اسرائیل لا په زغرده د حماس د مشر د وژنې په اړه تبصره نه ده کړې.

د اسرائیلو د ۱۳ چینل د راپور له مخې د دغه هېواد امنیتي کابینې د ایران یا د دغه هېواد د متحدانو لخوا د احتمالي برید له ویرې د پنجشنبې ورځې غونډه معمول ځي پر ځای تر ځمکې لاندې خونه کې وکړه.

اوس امریکا، مصر او قطر مشرانو په خپله ګډه اعلامیه کې اسرائیل او حماس ته بلنه ورکړې چې د ټولو پاتې مسایلو د حل او له نور ځنډ پرته د تړون پر پليتابه د عمل لپاره د اګست پر ۱۵مه نېټه له سره خبرو اترو ته کیني.

په اعلامیه کې ویل شوي "موږ د منځګړو په توګه چمتو یو، که اړتیا وي، یو داسې وروستی نښلونکی وړاندیز هم رامخ ته کړو چې پاتې اجرائیي مسایل په داسې طریقه حل کړي چې د ټولو اړخونو له تمو سره برابر وي."

دا اعلامیه د امریکا د ولسمشر جو بایډن، د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي او د قطر امیر شیخ‌ تمیم بن حمد‌ ال‌ثاني لاسلیک کړې ده.

په هغې کې راغلي چې د هوکړې دا چوکاټ د هغو "اصولو" پر بنسټ برابر شوی چې د می پر ۳۱مه د ولسمشر بایډن لخوا رامخ ته شوي او وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم تایید کړي دي.‌

د ښاغلي بایډن وړاندیز په بشپړ اوربند او د حماس لخوا د یو شمېر یرغمل شویو په خوشې کېدو پیلېده.

د یادونې ده چې له څو پړاوه خبرو اترو سره سره تر اوسه پر اوربند او د یرغمل شویو پر خلاصون هوکړه نه ده شوې.

حماس لخوا د اسماعیل هنیه د ځایناستي په توګه د یحیی سنوار ټاکنه ښايي یوې هوکړې ته رسېدل نور هم ستونزمن کړي.

اسرائیل ښاغلی سنوار د اکتوبر د اوومې بریدونو د پلان او عملي کولو مسوول ګڼي.‌

حماس پر اوربند ټینګار کوي، خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، جګړه یوازې هغه وخت ختمېدای شي چې حماس ماته وخوري.

اسرائیلو د پنجشنبې پر ورځ هم پر غزې بمبارۍ ته دوام ورکړ.

په غزه کې د حماس د مدني دفاع ځواک ویلي چې په دغو تازه بریدونو کې دوه ښوونځي په نښه او له ۱۸ ډېر کسان وژل شوي دي.

خو د اسرائیلو پوځ ویلي چې د حماس د قوماندې مرکزونه یې بمبار کړي دي.