سرچېنې: غزه کې د اوربند په تړاو خبرې بیا بېپایلې پاتې شوې

د عکس سرچینه، REUTERS
بيبيسي ته ویل شوي چې په غزه کې د اوربند په اړه د قطر او مصر په منځګړتوب خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
یوه جګپوړي فلسطیني چارواکي د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د خبرو په سبوتاژ کولو تورن کړی.
تر اوسه اسرائیلو په دې اړه څه نه دي ویلي.
امریکايي او مصري منځګړو هڅه کوله چې اسرائیل او حماس په یوه ټکي هوکړه سره وکړي، جګړه پای ومومي او د اکتوبر پر اوومه د یرغملو شویو خوشي کېدو ته لاره جوړه شي.
یوې معتبرې فلسطيني سرچینې ویلي، حماس له خپلې هغې غوښتنې هم تېر شو چې د هرې هوکړې په سر کې باید دايمي اوربند وي او ډېر نرمښت یې وښود.
خو هغه په دې خبرو کې بنیامین نتانیاهو په خرابکارۍ تورن کړ.
اسرائیل که څه هم په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې يې هوکړې لپاره ځینې شرطونه ایښي وو.

د عکس سرچینه، REUTERS
په دغو شرطونو کې دا هم راځي چې اسرائیل به کولی شي د خپلو ټولو جنګي اهدافو تر پوره کېدو پورې په غزه کې جګړه وکړي.
امریکا کې د جو بایډن حکومت چې د اوربند په تړاو د بحث وړاندیز یې مطرح کړی، محتاطانه هیلهمن دی چې د چارشنبې پر ورځ پیل شوې خبرې پرمختګ وکړي.
له تېرو درېیو ورځو په دوحه او قاهره کې روانو خبرو هیلې ټوکولې وې ځکه په دوو پړاوه خبرو کې پر ځینو عمومي اصولو هوکړې هم شوې وې.
اوس له منځګړو سره د دواړو اسرائیلو او حماس تماسونه شته او تمه ده چې په راتلونکې کې د خبرو بل پړاو پیل شي.








